افغانستان

د بحران نړیواله ډله: اروپايي ټولنه باید پر پاکستان فشار راوړي چې د کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي

Migrants returning to Afghanistan after being deported by Pakistan. Photo: IOM

د بحران نړیوالې ډلې په خپل نوي راپور کې له اروپايي ټولنې غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي چې د افغان کډوالو د ویستلو بهیر پای ته ورسوي او د نړیوال بشري قانون له مخې خپلې ژمنې پوره کړي.

راپور د ښځو، خبریالانو او د بشري حقونو مدافعینو چې د د جبري ویستلو له خطر سره مخ دي په ګډون د سلګونو زرو افغان وګړو لپاره د ویجاړوونکو پایلو خبرداری ورکوي چې ډیری یې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له خپل هېواد څخه وتلي دي.

دغه ډلې د «د جبري ویستلو ضد» اصل ته په اشارې سره کوم چې خلک د هغو هېوادونو ته بېرته ستنېدلو څخه منع کوي چیرې چې دوی د ځورونې خطر سره مخ دي په اروپایي حکومتونو غږ کړی چې د پناه غوښتونکو قانوني حالت ته په پام سره د اخراج د سمدستي بندولو غوښتنه وکړي.

په راپور کې دا سپارښتنه هم شوې چې پاکستان دې د هغو کسانو له شړلو ډډه وکړي چې افغانستان ته د راستنېدو په صورت کې به د جدي زیان سره مخ شي په ځانګړې توګه ښځې او نجونې چې د طالبانو د بندیزونو لاندې دي.

په دې خبرداری کې هغه پناه غوښتونکي هم شامل دي چې په اروپايي هېوادونو کې د بیا مېشتېدنې په تمه دي مګر لا تر اوسه نه دي لیږدول شوي. د بحران ډلې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د ملګرو ملتونو له ادارو سره د زیانمنونکو خلکو د پېژندلو لپاره همکاري وکړي.

دې ادارې له اروپايي ټولنې څخه هم وغوښتل چې د ملګرو ملتونو لخوا افغان کډوالو ته د ورکړل شویو لنډمهاله استوګنې کارتونو د اعتبار موده وغځوي چې د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه پای ته رسیږي او په ورته وخت کې له پاکستان څخه وغواړي چې هغه خلک له خپلې خاورې ونه باسي چې لاهم د خپلو پناه غوښتونکو یا بیا میشتیدنې غوښتنلیکونو پایلو ته په تمه دي.

راپور ټینګار کوي چې اروپايي چارواکي باید د کډوالو په ځانګړې توګه زیان منونکو ډلو د لېږد پروسه ګړندۍ کړي او د پاکستان دننه او په افغانستان کې د راستنېدونکو او کوربه ټولنو لپاره خپل بشري ملاتړ زیات کړي.

د بحران ډلې راپور ښيي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نفوس څو پوړیز جوړښت لري او درې لویې ډلې پکې شاملې دي.

لومړی، شاوخوا ۱.۳ میلیونه وګړي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ لخوا صادر شوي تابعیت کارتونه لري؛ دوهم، ۸۰۰ زره وګړي د افغان تابعیت کارتونه (ای سي سي) لري چې د پاکستان لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان په همکارۍ صادر شوي دي او دریم د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه بې اسناده خلک وپېژندل شول.

په وروستیو میاشتو کې سلګونه زره خلک چې ډیری یې قانوني اسناد نلري، له پاکستان څخه وتلي دي. ځینې ​​یې د فشار له امله بېرته راستنېدو ته اړ شوي دي. په ورته وخت کې، داسې راپورونه هم شته چې د دې خلکو یو شمېر یې د انساني قاچاق وړونکو په مرسته د غیرقانوني لارو له لارې پاکستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له خوا د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته شاوخوا ۶۰۰ زره  خلکو په پاکستان کې پناه واخیسته. په دوی کې هغه ښځې او نجونې هم دي چې د جنسیتي محدودیتونو څخه تښتېدلي. فعالان، خبریالان، او د لویدیځو حکومتونو او ادارو پخواني کارکوونکي دي چې د پناه غوښتنه یې کړې او هیله یې درلوده چې په اروپا یا شمالي امریکا کې بیا مېشت شي.

راپور په کې ګواښ کړی  چې د بې ځایه شویو کسانو د زیاتوالي او د دوامداره ملاتړ چوکاټ نشتوالي سره، د نړیوالو ادارو لخوا د سمدستي او همغږې مداخلې پرت به بحران د پراخ بشري بېړني حالت په لور پرمختګ وکړي.