په متحده ایالاتو کې د افغان متحدینو د حقونو مدافع سازمان افغان ایواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې د «افغان متحدینو» د بحراني وضعیت په اړه د متحده ایالاتو د کانګرس بې کفایتي او چوپتیا د زرګونو کورنیو لپاره چې په افغانستان کې دننه یا په نورو هیوادونو کې په ناڅرګندتیا او خطر کې ژوند کوي په درنه بیه تمامېږي
په دې خبرپاڼه کې د کانګرس د یو شمېر غړو ستاینه شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د کورني امنیت وزارت د ۲۰۲۶ کال د بودیجې اورېدنې ناستې په جریان کې یې د امریکايي ځواکونو سره د کار کوونکو افغان وګړو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
افغان ایواک ټینګار کړی چې دا ښکاره ملاتړ د روان بحران د حل لپاره یو مهم ګام دی هغه بحران چې د هېواد لسګونه زره وګړي یې اغېزمن کړي دي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د نظامي شتون پرمهال یې خپل ژوند په خطر کې اچولی و.
دې سازمان خبرداری ورکړی چې یوازې د اندېښنې څرګندول د دومره پراخ بشري ناورین لپاره مناسب ځواب نه دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي: «د کانګرس د هر غړي لپاره چې پدې اونۍ کې یې خبرې کړي لسګونه نور خلک په شخصي حلقو کې اندیښنه او افسوس څرګندوي مګر دا ګونګوسې په عمل په دې بېړني حالت کې د اړو کسانو سره هېڅ مرسته نه کوي.د تړلو دروازو تر شا د خواخوږۍ غږونه دي خو په عام محضر کې چوپتیا حاکمه ده.
د افغان ایواک ادارې په پټې ډیپلوماسۍ نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې اوس د څرګند، حساب ورکوونکي او محسوس اقدام وخت دی.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې «اندیښنه ستراتیژي نه ده، او خواخوږي پالیسي نه ده.»
خبرپاڼه کې زیاته شوې: «زموږ افغان متحدینو د امریکا لپاره هرڅه په خطر کې واچول. موږ د دوی د عمل، حساب ورکولو او د شویو ژمنو د پوره کولو مسؤولیت لرو. د ګونګوسو وخت پای ته رسېدلی. دا بحران باید په عمومي لومړیتوب بدل شي. بس دی. یو دریځ ونیسئ.»