افغانستان

په لسو ورځو کې له زرو څخه زیات افغان کډوال د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي

عکس از آرشیف

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت لخوا چمتو شوي احصایو څخه د آمو موندنې ښیي چې د تیرې میاشتې په وروستیو لسو ورځو کې (د غویي له ۱۸مې تر ۲۸مې نېټې پورې) ۱۰۵۴ افغان وګړي د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو په وینا خوشې شويو کسانو د پاکستان په زندانونو کې له یوې څخه تر لسو ورځو پورې تیرې کړي دي.

دا هغه وګړي دي چې د سپین بولدک پولې له لارې پاکستان هېواد ته ننوتي. طالبانو په دې موده کې د پاکستاني زندانونو څخه د خوشې شویو  افغان وګړو ټولټال شمېر نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو ګړندی کړی چې په ترڅ کې یې د اپریل له پیل راهیسې زرګونه وګړي په دغه هېواد کې توقیف شوي دي.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو په هېواد کې د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو لپاره د ویزې د غځولو ټول انتخابونه بند کړي دي.

دغو سرچینو ویلي چې د پاکستان امنیتي ادارو د هغو ادارو جوازونه لغوه کړي دي چې د مختلفو نومونو لاندې یې د افغان کډوالو د ویزې د تمدید لپاره پیسې ورکولې.

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته هم خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره له دې هېواده ووځي که نه نو دوی به د توقیف او جبري شړلو سره مخ شي.