ویډیوګانې

د ۱۴۰۴ د غویی ۳۱- د ۸ بجو خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، وایي چې متحده ایالاتو ته د افغان وګړو د انتقال پروسه لغوه شوې نه ده او ډېر ژر به په دې اړه پرمختګونه اعلان شي.

نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د سنا مجلس په غونډه کې کړې دي. په دې غونډه کې یو شمېر سناتورانو ټینګار وکړ چې باید هغه افغان پناه‌ غوښتونکي چې د «امریکا متحدین» بلل کېږي، ژر تر ژره انتقال شي. ورته مهال، یو شمېر افغان پناه‌ غوښتونکي چې د امریکا د شلو کلونو حضور پر مهال یې له امریکایانو سره کار کړی، او دا مهال په درېیمو هېوادونو کې د خپلې پناه غوښتنې دوسیو د ارزونې په تمه دي، له امریکا څخه د بیړنۍ پاملرنې او انتقال غوښتنه کوي.