افغانستان

طالبانو په دریو ولایتونو کې ۱۸ کسان په دُرو ووهل

طالبانو د وګړو د بدني سزا په دوام سره د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې په کابل، خوست او دایکندي کې درې ښځې او ۱۵ نارینه په مختلفو تورونو په دُرو ووهل.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سه شنبې په ورځ په خوست ولایت کې څلور نارینه او دوه ښځې د «زنا او لواطت» په تور له ۳۰ څخه تر ۳۹ دُرو پورې وهل شوي او همداراز یو تن یې تر دوو کلونو پورې په بند هم محکوم کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په همدې ورځ په کابل کې ۱۲ کسانو ته د مخدره توکو د پلور او قاچاق په تور هر یو کس ۳۹ دُرې وهل شوی. دغو کسانو ته له شپږو څخه تر اتو میاشتو پورې د بند سزا هم ورکړل شوې.

طالبانو ویلي دي چې په دایکندي ولایت کې هم یو سړی او یوه ښځه د زنا په تور په ۳۹ دُرو وهل شوي او په یو کال بند محکوم شوي دي.

طالبانو په تېرو څلورو ورځو کې په لوګر، بدخشان، پروان، غزني، کاپیسا، کابل او کندز ولایتونو کې د دغو کسانو په ګډون ۴۰ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د شمېرنو څخه د امو موندنې ښیي چې په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو لخوا له ۷۹۸ څخه ډېر کسان چې ۱۴۰ یې ښځې دي په دُرو وهل شوي دي.