د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اووه کان کیندونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
په سمنګان کې د طالبانو امنیه قوماندان دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې دا پېښه تېره شپه (د ثور ۳۰مه) د کوزې دره صوف ولسوالۍ په ګوله کلي کې د دغه کان په تونل کې رامنځته شوه.
په سمنګان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې د پېښې ټپیان روغتیاي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د چاودنې دقیق لامل تراوسه نه دی روښانه شوی، او د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د غیر رسمي احصایو پر بنسټ په تېرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان د هېواد په کانونو کې د کار کولو پرمهال مړه شوي دي.
د کار کولو غیر معیاري شرایط او د خوندیتوب د کافي تجهیزاتو نشتوالی د هېواد په کانونو کې د مرګونو پېښو اصلي لاملونه دي چې کله ناکله د کارګرانو ژوند اخلي.