افغانستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: په بیجینګ کې درې اړخیزې ناستې «د اقتصادي او امنیتي همکاریو په پراختیا» ټینګار کړی

عکس از نشست سه‌جانبه در پکن

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د چین په بیجینګ کې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته کې د سیمه ییز امنیت د ډاډمنولو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د درې اړخیزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وشو.

د بهرنیو چارو وزیرانو په غیر رسمي درې اړخیزه ناسته کې چې د سه شنبې په ورځ په بیجینګ کې ترسره شوه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، او د پاکستان د لمړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې دواړو خواوو د سیاسي تعاملاتو په زیاتولو او د اړیکو د چینلونو په پیاوړتیا، د سوداګرۍ او زېربناوو په پراختیا او ګډې اقتصادي ودې مواردو باندې موافقه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دې خبرو اترو اصلي تمرکز د «کمربند او لارې» د طرحې پراختیا او افغانستان ته د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز پر پراختیا و. هغه پروګرام چې که پلي شي کولی شي افغانستان د سیمه ییزې سوداګرۍ او پانګونې له یوې لویې شبکې سره ونښلوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې «ترهګرۍ» سره د مبارزې او په سیمه کې د ثبات او دوامداره پرمختګ د پیاوړتیا لپاره د ګډې ژمنې ټینګار هم وشو.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ ټاکل شوې ده چې شپږمه درې اړخیزه غونډه د طالبانو په کوربه توب کابل کې ترسره شي.