Uncategorized @ps افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان په نړۍ کې د خوړو د بېړنۍ نا امنۍ تر ټولو لوړه کچه کې دی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان تېر کال د نړۍ په نهو هېوادونو کې د سوډان وروسته د «بېړنۍ خوراکي ناامنۍ» سره مخ خلکو تر ټولو لوړ شمېر درلود.

د دغه سازمان په وینا تېر کال په هېواد کې ۳.۶ میلیونه وګړي د خوړو د نا امنۍ په بیړني حالت کې وو.

دا په داسې حال کې ده چې دې سازمان په راتلونکي کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو په بودیجه کې به د پام وړ کمښت له امله د «سخت» بشري وضعیت خبرداری ورکړی.

دې سازمان په خپل پخواني راپور کې ویلي وو چې په راتلونکي دوبي کې په هېواد کې ۳ میلیونه وګړي ژوند ژغورونکو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام همدا راز زیاته کړه چې د بودیجې کمښت له امله یوازې یو ملیون وګړو سره د «ویجاړوونکې لوږې» څخه خلاصون کې مرسته کولی شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ملګرو ملتونو په ګڼ شمېر راپورونو کې د هېواد بشري وضعیت ګړکېچن بللی او یاده یې کړې چې په ملیونونو وګړي د «خوراکي توکو د سخت کمښت» په شرایطو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ سږ کال په هېواد کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري خو د دې سازمان مرستندویه ادارې هم د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) تر دې وړاندې ویلي وو چې د متحده ایالاتو د نړیوالو مرستو کمښت سره، سږ کال افغانستان ته د بشري مرستو لپاره اړینه بودیجه په تېرو شلو کلونو کې بې ساري کچې ته راټیټه شوې ده.