افغانستان

د پاکستان له زندانونو څخه ۲۸۶ افغانان خوشې شوي دي

عکس از آرشیف

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت وایي چې د هېواد ۲۸۶ وګړي د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه خوشې شوي او د یکشنبې په ورځ د غویي په ۲۸ مه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې کسانو له یوې تر دوو ورځو د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت لخوا وړاندې شویو شمېرنو څخه د امو موندنې ښیي چې په تېرو لسو ورځو کې (د غویي له ۱۸مې تر ۲۸مې) نېټې د هېواد ۱۰۵۴ افغان وګړي د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا وګړي هغه کسان دي چې د سپین بولدک پولې له لارې پاکستان ته ننوتي دي، طالبانو په دې لس ورځو کې د پاکستاني زندانونو څخه د خوشې شویو کسانو ټولټال شمیر نه دی وړاندې کړی.

ورته مهال پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو ګړندی کړی دی چې په ترڅ کې یې د اپریل له پیل راهیسې زرګونه افغان وګړي په دې هېواد کې توقیف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې بلومبرګ مخکې راپور ورکړی و چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده چې ډېری کډوال یې په بد وضعیت کې دي او ځینو یې حتی د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته د راستنېدو څخه د تېښتې لپاره ځان وژنې ته مخه کړې ده.

د دې راپور له مخې عثمان چې د افغان پوځ یو پخوانی جنرال و او کلونه یې د نړیوالو ځواکونو سره یوځای د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې وه تېره میاشت د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ځان په دار ځړولی.