له کندهار څخه څلورو باخبره سرچینو آمو ته تایید کړې چې د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده ټولې مالي چارې په خپله غاړه اخیستي دي او د طالبانو مالي ځواک له کابل څخه کندهار ته لیږدول شوی دی. د دې سرچینو په وینا، د طالبانو د مالیې وزیر په تېرو پنځو میاشتو کې د بودیجې جوړولو هېڅ کومه ناسته نه ده کړې.
دا سرچینې وايي چې هیبت الله په کندهار کې د مالي چارو اداره جوړه کړې او له هغه ځایه د هیواد مالي چارې څاري او اداره کوي.
په کندهار کې سرچینو همداراز تاییی کړې چې د طالبانو مشر د مالیې وزارت په حاشیه کې اچولی او د دوی واکونه یې محدود کړي دي.
د طالبانو د مالیې وزارت د عامه معلوماتو په اړه د امو ارزونه ښیي چې د طالبانو د دغه وزارت وزیر محمد ناصر اخوند، لږ تر لږه په تېرو پنځو میاشتو کې د بودیجې جوړولو یا مالي واحدونو ته د بودیجې د ځانګړي کولو په اړه هیڅ ناسته نه ده کړې.
په تېرو پنځو میاشتو کې د طالبانو د مالیې وزارت عامه معلومات ښیي، چې یاد وزارت یا د ټیټې بودیجې پروژو د جوړولو یا په ګمرکونو کې د قاچاقي توکو د مخنیوي معلومات خپاره کړي خو د دې وزارت د اصلي دندو اړوند چې د عوایدو راټولول او د مالي ادارو لپاره د بودیجې ځانګړي کول دي هېڅ معلومات نه دي خپاره شوي.
د مالیې وزارت په ښکاره توګه د بودیجې جوړولو او پیسو مدیریت څخه لری کړای شوی، که څه هم د مالي کال له پیل څخه دوه میاشتې تېرې شوي خو وزارت د ۱۴۰۴ کال لپاره کومه بودیجه نه ده اعلان کړې. سربېره پردې د یاد وزارت د راټولو عوایدو کچه هم نه ده څرګنده کړې.
د مالیې وزارت د محمد ناصر اخوند له لوري اداره کېږي هغه شخص چې څه باندې دوه کاله وړاندې د هیبت الله اخوندزاده له لوري د طالبانو د مالیې وزیر په توګه وټاکل شو.
نوموړی د غزني اوسېدونکی او د طالبانو یو لوړ پوړی غړی دی. خو هغه په مالي چارو کې زده کړې نه لري، بلکې په پاکستان کې دیني زده کړې کړي او د هغه په ژوندلیک کې هم راغلي چې هېڅ تعلیمي سند نلري.
د طالبانو د مالیې وزارت د عامه معلوماتو له مخې، محمد ناصر اخوند په مالي چارو کې د پام وړ رول نه لوبوي. په داسې کې چې پنځه میاشتې تېرې شوي هغه د بودیجې جوړولو او لویو مالي مسئلو مدیریت پورې اړوند هېڅ ناسته نه ده کړې. او یوازې یې کندهار، ننګرهار، کونړ او لغمان ته دغه څلور سفرونه راپور شوي دي.
د پوهنتون استاد سید مسعود وايي: «کله چې اساسي قانون نه وي، هرڅوک چې هر څه وغواړي هغه کوي. د قانون په نشتوالي کې دا ډول انفرادي حکومتونه د یو کس په شاوخوا کې رامنځته کېږي.»
سرچینو ویلي چې د طالبانو د مالیې وزارت عواید او مالیات راټولوي، خو د پیسو مدیریت یې په کندهار کې د هیبت الله له دفتر څخه کیږي.
ورته مهال په کندهار کې د واک تمرکز او د هیبت الله اخوندزاده لخوا د ټولو چارو مدیریت د طالبانو په منځ کې د سختو داخلي شخړو اصلي لامل ګڼل کیږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي له لوري دوه میاشتې وړاندې په یوه راپور کې ویل شوي وو چې هیبت الله په کندهار کې د خپل واک د ټینګولو لپاره نور ګامونه پورته کړي دي او هڅه کوي چې ځانته ته وفادار خلک په مهمو پوستونو کې وساتي.