د تهران د خبرو اترو فورم یا «تهران فورم» څلورمه ناسته نن (یکشنبه، د غوایي ۱۸مه) په دې هېواد کې پیل شوه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ګډون د ۵۳ هېوادونو استازو پکې ګډون کړی.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سید خطیب زاده تر دې وړاندې ویلي وو چې د افغانستان مسئله به د تهران د خبرو اترو د فورم له مهمو موضوعاتو څخه وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر شتون مهم وباله.
په ورته وخت کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امیر خان متقي د غونډې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل. د امنیتي مسایلو، اوبو او د کډوالو د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې تهران پخوا د عبدالرب رسول سیاف، محمد محقق او احمد مسعود په ګډون د طالبانو د سیاسي مخالفینو کوربه توب کړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پرون د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ورسېد ترڅو د تهران د خبرو اترو فورم په څلورمه غونډه کې ګډون وکړي. هغه غونډه چې د ایراني چارواکو په وینا افغانستان به د اجنډا یوه مهمه برخه وي.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر شتون مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د تهران د خبرو اترو د فورم د اجنډا یوه مهمه برخه ده.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب زاده ویلي: «د افغانستان (طالبانو) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په شتون سره د افغانستان په اړه غونډه به د تهران د خبرو اترو د فورم له مهمو موضوعاتو څخه وي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امیر خان متقي د لیدنو اړه ویلي: «امیر خان متقي تهران ته د خپل سفر په جریان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره ولیدل او د امنیت، اوبو او کډوالو په مسایلو یې خبرې کړي.»
د ایران او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ رسمي ناسته، د ایران د رسمي بیرغ په شتون او د طالبانو له بیرغ پرته، د طالبانو د رسمي سفر یو له خورا جنجالي اړخونو څخه وه.
ایران ته د طالبانو د پلاوي د سفر سره په ورته وخت کې، تهران پخوا د طالبانو سیاسي او پوځي مخالفینو کوربه توب کړی دی. عبدالرب رسول سیاف، محمد محقق او احمد مسعود د هغو شخصیتونو په ډله کې دي چې سږ کال یې ایران ته سفر کړی دی.
په ښکاره ډول تهران له طالبانو سره نږدې اړیکې لري؛ خو طالبانو ته یې رسمیت نه دی ورکړی او کله ناکله یې د طالبانو مخالفو سیاسي شخصیتونو ته هم تود هرکلی ویلی دی.
په تېرو څلورو کلونو کې د تهران اړیکې له طالبانو سره نږدې وې د طالبانو لوړ پوړو پلاوي څو ځله تهران ته سفرونه کړي دي، او د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د دې هېواد لوړ پوړي چارواکي هم کابل ته راغلي او په تهران کې د افغانستان سفارت هم د طالبانو استازي ته سپارل شوی دی.
اوس داسې باور شتون لري چې سیمه ییزې معادلې بدلې شوې دي، تهران د خپلو امنیتي او سیاسي اندېښنو او په افغانستان باندې د امریکا د بیا یرغل امکان ته په پام سره، د طالبانو څخه د داخلي مرستې ترلاسه کولو لارې چارې لټوي. هغه مسئله چې د کارپوهانو په وینا حتی د اړتیا په صورت کې د طالبانو د سیاسي مخالفینو ملاتړ هم پکې شامل کېدای شي.