افغانستان

ریچارډ بنت: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د استبداد په لور ځي

د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي د بشري حقونو شورا په ناسته کې په افغانستان کې بشري حقونو د وضعیت په اړه ټینګار کړی چې افغانستان د استبداد په لور ځي اود طالبانو په موده بشري حقونو بدتره شوي دي.

“ریچارډ بنت” افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی چې که د هغوی چارواکي په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې عملي ګامونه وانه خلي، د بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره به وضعیت ناوړه او د افغانستان راتلونکی به تیاره شي.

ښاغلی بنت وايي چې په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه له دې جملې خپلسرې نیونې، اعدامونه او غیرقانوني محدودیتونه ترسره کېږي او نړیواله ټولنه باید د هغوی د مخنیوي لپاره د طالبانو پروړاندې سخت‌ګیرانه اقدامونه وکړي.

د بشري حقونو په اړه د ملګروملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی زیاتوي: «زه له کله چې طالبانو د افغانستان کنټرول نیولي له مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو څخه د نجونو او ښځو د برخمن کېدو تیاره لرلید ته سخت اندېښمن یم. په نړۍ کې هېڅ هېواد نشته چې ښځې او نجونې په دومره چټکۍ سره یوازې د جنسیت له امله له خپلو بنسټیزو انساني حقونو بې برخې شي.»

د ریچارډ بنت په راپور کې راغلي چې ډېری نجونې، ښځې، سندغاړي، خبریالان، د بشري حقونو مدافعین، مذهبي لږکي او مخکیني امنیتي ځواکونه له خطر سره مخ شوی دی.

بنت ټینګار کړی: «زه په ځانګړې توګه دې ته اندېښمن یم چې مخکیني امنیتي او دفاعي ځواکونه او د تېر حکومت نور چارواکي د طالبانو له خوا پر اعلان شوې عفوې سربېره لا هم د خپلسرو نیونو، شکنجې، وژنې او جبري بې درکه کېدو او ګواښونو سره مخ دی. زه همداراز د ملکي ټولنې پروړاندې د سخت تاوتریخوالي پربنسټ ادعاوې ترلاسه کوم چې ویل کېږي د هغوی ځایي چارواکو استازو له خوا ترسره کېږي. داسې برېښي چې هغوی له سزا ورکولو په مصونیت سره عمل کوي او د وحشت فضا رامنځته کوي.»

دغه راپور له بشري حقونو د سرغړونې ټول موارد نه انعکاسوي

په همدې حال کې ژنو کې د افغانستان دایمي استازی او سفیر نصیراحمد اندېشه وایي، چې دغه راپور په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې د ټولو واقعیتونو انعکاسونکی نه دی.

اندېشه ټینګار وکړ: «د نن ورځې او په افغانستان کې د ملګرومتلونو سازمان د مرستیالۍ پلاوی (یوناما) وروستی راپور نه شي کولای په ټول هېواد کې د سرغړونې ناسمې ګټې اخیستو کچه او بشپړ اصلیت بیان کړي؛ ځکه پوره سرچینې او هغو ځایونو ته چې په هغه کې جنایتونه ترسره کېږي لاسرسی نشته. ډېری جنایتونه بې سنده پاتې کېږي او پر ډېری تلفاتو سترګې پټېږی.»

د ریچارډ بنت په راپور کې راغلي ترڅو چې طالبان د بشري حقونو ـ له دې جملې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو بیا پرانیست ـ په برخه کې پرېکړه ونه کړي، باید د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي.

په دغه راپور کې راغلي چې طالبان د بشري حقونو له معیارونو ناسمه ګټه اخلي.

د بشري حقونو شورا په ناسته کې ځینې مدني فعالان افغانستان کې د طالبانو پر کړنې له نیوکې د دغه سازمان له ۴۸ کسیزې شورا وغوښتل چې د جنایتونو د څېړنې لپاره یوه کړنلاره رامنځته کړي.

د بشري حقونو شورا فعاله محبوبه سراج باوري ده: «یوازې خدای پوهېږي چې څه ډول جنایتونه نه خپرېږي او زه غواړم چې په اړه یې راپور خپور شي؛ ځکه دا سمه نه ده. نړۍ! دا سم کار نه دی. لطفاً لطفاً باید یو څه وکړئ.»

ذبیح‌الله مجاهد د ریچارډ بنت د راپور په غبرګون کې ویلي، چې د ملګروملتونو سازمان باید د نړۍ د ټولو انسانانو باور او نظرونو ته درناوی وکړي.

هغه په یوه ټویټ کې لیکلي: «د بشري حقونو په اړه د ملګروملتونو سازمان د استازي ریچارډ بنت راپور مغرضانه او له واقعیته لیرې دی. هغه په راپور کې تېر کال په افغانستان کې پر سلګونه پرمختګونه سترګې پټې کړې او د ناسم اخیستون او غلطو معلوماتو پربنسټ یې څو مشخصو موردونو ته اشاره کړې ده. نن په افغانستان کې د ښځو ژوند ته کوم ګواښ نه دی متوجې، په جګړو کې هېڅ ښځه نه خپله مړه کېږي او نه هم خپل عزیزان له لاسه ورکوي اوس هېڅوک د افغان مېرمنو عزت ته په بد نظر نه شي کتلای او د کومې ښځې هېڅ بې ګناه اولاد په زندان کې نه دی اچول شوی.»

د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي سلاکار په دغه راپور کې ویلي، چې تر اوسه نږدې ۸۵۰ زره نجونو درس پرېښی دی او هغوی د ماشومانو د واده له ګواښ او اقتصادي جنسي استثمار کې دي.