ځايي سرچینو آمو ته ویلي، چې طالبانو په پنجشیر ولایت کې شاوخوا هغه ۲۰۰ محلي ښوونیز ټولګي بند کړي دي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په مالي ملاتړ یې فعالیت کاوه.
د سرچینو په وینا، په دغو ټولګیو کې شاوخوا ۵۰۰۰ تنه هلکان او انجونې په زده کړو بوخت ول او له ۲۰۰ زیاتو ښوونکو په کې د تدریس چارې مخ ته وړلې. سرچینې زیاتوي چې د هر ښوونکي میاشتنی معاش ۹۲۰۰ افغانۍ و، چې له همدې لارې یې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کولې.
د معلوماتو له مخې، په ټولیز ډول د ښوونکو لپاره په یوه میاشت کې ۱ میلیون او ۸۴۰ زره افغانۍ معاش ورکول کېده، چې دا به د پنجشیر د خلکو لپاره په اوسني سخت اقتصادي وضعیت کې د ژوند د پرمخ وړلو یوه مهمه سرچینه وه.
تر دې وړاندې هم راپورونه ورکړل شوي وو، چې طالبانو په لوګر، پکتیا، او خوست ولایتونو کې هم د یونیسف له خوا تمویلېدونکي محلي ښوونځي د زدهکوونکو پر مخ تړلي دي.