افغانستان

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام: د سړکونو خوندیتوب په افغانستان کې د ژوند او مرګ مسئله ده

د سړکونو د خوندیتوب د پوهاوي نړیوالې اونۍ په مناسبت د ملګرو ملتونو د دوامداره ښاري پراختیا لپاره وايي چې په افغانستان کې د سړک خوندیتوب «د ژوند او مرګ مسئله» ده.

دا سازمان وايي چې د ملګرو ملتونو د سړکونو خوندیتوب صندوق سره په همکارۍ دوی په ۲۰۲۴ کال کې په هېواد کې د پوهاوي د زیاتوالي او د سړکونو خوندیتوب ښه کولو لپاره ازمایښتي فعالیتونه ترسره کړي دي خو لا ډیر کار ته اړتیا ده.

یو اېن هبیتات په خپله مقاله کې په دې ټینګار سره چې هر ژوند مهم دی لیکلي: «راځئ چې د افغانستان سړکونه خوندي کړو!»

که څه هم طالبانو تل ادعا کړې چې دوی د هېواد په لویو لارو کې امنیت ټینګ کړی دی؛ خو د هېواد یو شمېر وګړي د سړکونو  په ځانګړې توګه د مهمو لویو لارو د خرابوالي په اړه نیوکه کوي.

دا ښاریان وايي چې د طالبانو له خوا د هېواد د سړکونو د بیارغونې او ترمیم ادعاوو سره سره لویې لارې په بې ساري ډول ویجاړې شوې دي چې دوی ته یې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

د دغو ښاریانو په وینا، د هېواد په ولایتونو کې ډیرې هغه لارې چې کابل ته ځي د سړکونو د ډېر خرابوالي له امله ډېر وخت نیسي.