د بلجیم سناتورې ویوین ټیټلباوم د آمو سره په یوه مرکه کې د طالبانو د کنټرول لاندې په افغانستان کې د ښځو د سخت وضعیت په اړه خبرداری ورکړ.
نوموړې ټینګار کړی چې طالبانو د «جنسي توپیري نظام» په پلي کولو سره ښځې په ټولنه کې «په سترګو نه ښکارېدونکي روحونه» ګرځولي دي.
د بلجیم سناتورې یادونه وکړه چې په افغانستان کې ښځې له زده کړو، کار، روغتیايي خدماتو، د تګ راتګ ازادۍ او حتی په عامه ځایونو کې د خبرو کولو له حق څخه بې برخې دي.
هغې زیاته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ښځې «د بنسټیز ظلم سره مخ دي» چې وروستۍ موخه یې له ټولنې څخه د ښځو بشپړ له منځه وړل دي.
اغلې ټیټلباوم په هېواد کې د ښځو لپاره د سخت وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی، ځکه چې د طالبانو له بیرته واک ته رسیدو وروسته، ښځې له خپلو ډېری حقونو او آزادیو څخه محرومې شوې دي او حتی پارکونو او حمامونو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
د زده کړو حق چې پرته د جنسیت د نظر کې نیولو څخه د بشري حقونو له بنسټیزو حقونو څخه یو دی خو د طالبانو د واکمنۍ تر کنټرول لاندې افغان ښځې له دې څخه محرومې شوې دي.
د ښځو په وړاندې د طالبانو دغه پالیسي تر اوسه پورې د نړۍ، اسلامي نړۍ د هېوادونو او په نړیواله او کورنۍ کچه د دیني عالمانو له جدي غبرګونونو سره مخ شوې ده، او ځینو یې دا د دیني لارښوونو او اسلامي قانون خلاف بللې او په کلکه یې غندلې ده.
خو طالبانو لا تر اوسه خپله پالیسي نه ده بدله کړې بلکې نوره یې هم سخته کړې او په وروستیو کې دوی په طبي برخو کې د ښځې او نجونېله زده کړې او روزنې څخه هم منع کړي دي. هغه عمل چې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، د هیواد د روغتیا پاملرنې سیسټم د سقوط لامل شوی او په ټولنه کې یې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه کړې ده.