افغانستان

امیرخان متقي: له امریکا سره تماسونه نه دي بند شوي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي چط له امریکا سره په دوحه کې تماسونه روان دي او تراوسه نه دي بند شوي او د دواړو لوریو پلاوي په منظم ډول سره خبرې کوي.

امیرخان متقي ددې وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو په مراسمو کې وایي چې افغانستان تراوسه پاکستان، ترکمنستان، ازبیکستان، ایران، قرغیزستان، قطر او چین ته ديپلوماتان لېږلې او له نړۍ سره د کابل د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو د ادارې دغه چارواکی هیله من دی چې له امریکا سره د افغانستان اړیکې ښې شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي: «له امریکا سره تماسونه نه دي بند شوي، وخت پروخت د اړتیا پرمهال ټیمونه سره کار کوي. تماسونه موجود دي، هیله من یو چې د بندیزونو د لیرې کولو په برخه کې پرمختګ وشي، د افغانستان د شتمنیو د آزادولو په برخه کې پرمختګ وشي او همداراز په سیاسي برخه کې پرمختګ وشي.»

هغه ددې په بیانولو سره چې کابل غواړي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې ټینګې کړي وایي: «موږ متوازن سیاست لرو، متوازن په دې معنی چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړو، متوازن په دې معنی چې له یوه هېواد یا زبرځواک څخه د بل زبرځواک په وړاندې دریځ نیونه نه کوو. متوازن سیاست په دې معنی چې افغانستان به د لویو قدرتونو د سیالۍ ډګر نه وي.»

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خپله دیپلوماسي دستګاه بریالۍ بولي؛ خو تراوسه هېڅ هېواد افغانستان په رسمیت نه دی پېژندلی.

د سیاسي چارو یو شنونکی په دې باور دی چې طالبان له دې امله چې واک یې په زور اخیستی او ټولګډونه حکومت یې نه دی جوړ کړی او همداراز کورنۍ مشروعیت نه لري، د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د سیاسي چارو کارپوه شفیق الله شفیق وايي: «د سیمې او ګاونډیو هېوادونو کتنه دا ده چې که طالبان په رسمیت وپېژني، په سیمه کې د دغې ترهګرې او تاوتریخجنې ډلې د کوربتوب په معنی به وی، له همدې امله دا هېوادونه د طالبانو په اړه له احتیاطه کار اخلي.»

له بلې خوا یو پخوانی دیپلومات وایي چې د افغانستان په رسمیت نه پېژندل، ددې ډلې د ناتوانۍ او بهرني سیاست په اړه نه پوهاوی دی.

پخوانی دیپلومات نورالله راغلي ټینګار وکړ: «د طالبانو ادارې په لومړي پړاو واکمنۍ کې د څو هېوادونو له خوا ددې ادارې په رسمیت پېژندل د طالبانو له واقعي ماهیت څخه د دوی بې خبري وه، احساس یې کاوه چې په واک کې راغلي طالبان د یوې ډلې په نوم طالبانو سره توپیر لري؛ خو په اصل کې دا اخیستون سم نه و او دغو هېوادونو په نړیواله کچه د حیثیت له پلوه زیانونه وزغمل.»

په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو په لومړۍ دوره واکمنۍ کې، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په رسمیت وپېژانده چې د ځینو کارپوهانو په باور تراوسه دا هېوادونه ددې کار معنوی زیانونه ورکوي.

خو اوس د طالبانو له واکمنۍ د څه د پاسه یو کال په تېرېدو، د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.