افغانستان

سرچینې: حقاني هبت‌الله ته ګواښ کړی چې طالب مشران ښايي خپل لوری بدل کړي

کندهار کې د طالب چارواکو له منځه باخبره سرچینو آمو ته ویلي چې سراج‌الدین حقاني د کندهار په وروستۍ غونډه کې هبت ‌الله اخوندزاده ته خبرداری ورکړی چې که د واک انحصار همدا ډول دوام وکړي، ډېری طالب مشران به له ده خپله لاره بېله کړي.

پینځه سرچینې، چې دوه یې د هبت ‌الله اخندزاده د دفتر غړي، دوه یې د طالبانو د کندهار د والي د دفتر غړي او یو هم د طالبانو د مشر سلاکار ده، آمو ته ویلي چې د هبت الله او سراج الدین حقاني ترمنځ دا لیدنه د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد او د استخباراتو د رییس عبدالحق وثیق په منځګړیتوب د روان لمریز کال د وري په اتمه نېټه په کندهار کې په یوه امنیتي ناسته کې ترسره شوه.

سرچینې وایي چې د هبت‌الله اخوندزاده او سراج‌الدین حقاني ترمنځ لیدنه له تاوتریخوالي ډکه وه، او دا ځل حقاني د پخوا په پرتله، خپلې اندېښنې د طالبانو له مشر سره په ښکاره او جدي توګه شریکې کړې دي.

د دې سرچینو په وینا، دا لیدنه د روان کال د وري میاشتې په اتمه نېټه، د امنیتي غونډې په چوکاټ کې او د محمد یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق په منځګړیتوب ترسره شو. په دې لیدنه کې، حقاني د آخندزاده مخ کې خبردارۍ ورکړ چې د طالبانو د سخت دریځو سیاستونو له امله خلک له دوی څخه لرې شوي او د خلکو غوښتنو ته پام نه کېږي.

کندهار کې د هبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني د لیدنې جزئیات:

د سرچینو په وینا، حقاني همداراز خبرداری ورکړی چې که چیرې اوسنی وضعیت او د واک انحصار دوام ولري، ښایي یو شمېر طالب مشران د طالبانو له لیکو خپلې لارې جلا کړي.

د سرچینو په خبره، د هبت‌الله اخوندزاده او سراج‌الدین حقاني ترمنځ دغه لیدنه او خبرې اترې خورا جنجالي وې، او حقاني په ښکاره او مستقیمه توګه خپلې ټولې اندېښنې د طالبانو له مشر سره شریکې کړلې..

دا په داسې حال کې چې حقاني داسې خبرداری ورکوي، چې مخکې له دې، د طالبانو رهبر د عید په لومړۍ ورځ ویلي و، چې په نظر یې د اطاعت نه کول او څو ګروپونو ته وېشل به «جګړو» ته ولږوي.

د حقاني له لوري اخوندزاده ته داسې مهال خبرداۍ ورکول کېږي، چې د طالبانو مشر د اختر په لومړی ورځ ویلي و چې که له ده اطاعت ونشي، نو ښايي چې طالبان په څو ډلو ووېشل شي او د کورني جګړې د رامنځته کېدو ګواښ پېښوي.

هبت‌الله اخوندزاده د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې ۱۰مه وویل: «ټولنه جوړه شوې ده. رهبر لري. نظم رامنځته شوی دی. اوس چې د مسلمانانو د مشر لخوا امر شوی، اطاعت وکړئ. که اطاعت ونه کړئ، او یو، یوې خوا ته او بل هم بلې خوا ته لاړ شئ. په پای کې به له جګړو سره مخ شئ، لکه څنګه چې مخکې و.»

د سرچینو په وینا، مخکې له دې، کله چې سراج‌الدین حقاني په اماراتو کې و، د کندهار د والي ملا شیرین په مشرۍ یو پلاوی اماراتو ته لاړه تر څو نوموړي ته قناعت ورکړي چې هېواد ته راوګرځي او د حقاني ترڅنګ شېرمحمد عباس ستانکزي څخه هم غوښتل شوي ول، چې هېواد ته راستون شي.

سراج‌الدین حقاني د کب په ۲۴مه ، له ۵۲ ورځني غیابت وروسته په خوست کې په یوه جومات کې حاضر شو، خو سره له دې، په تېرو ۲۵ ورځو کې د هغه کوم داسې انځور نه دی خپور شوی چې په کورنیو چارو وزارت کې د هغه حضور ثابت کړي.

د حقاني تر څنګ ، د ۸۰ ورځو څخه زیاته موده کېږي چې په هېواد کې د طالبانو په غونډو او رسمي مناسبتونو کې د شېرمحمد عباس ستانکزي انځور هم نه دی خپور شوی. حقاني او ستانکزی دوه هغه طالب څېري دي چې لږ تر لږه په وروستیو میاشتو کې یې څو ځله د طالبانو د مشر پر سیاستونو په رسنیزه کچه نیوکې کړې دي.

د سیاسي چارو کارپوه، فیض زلاند، وايي: «هغه اختلافونه چې په رسنیو کې بحث پرې کیږي، زیاتره د نظرونو او لیدلورو اختلاف دی او په حکومتدارۍ کې د نظرونو او لیدلورو اختلاف د بیا جوړونې او پراختیا سبب کېږي، نه د تفرقې او شقاق.»

د طالبانو ویاند بیا تل د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات رد کړي خو ویلي یې دي چې د نظر اختلاف یوه عادي خبره ده، بلخوا بیا باوري سرچینې ټينګار کوي چې د سراج الدین حقاني غیابت او د شېرمحمد عباس ستانکزي دوامداره نه شتون، لږ تر لږه د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو د ژوروالي دوه څرګندې نښې دي.