افغانستان

د طالبانو مشر د کوچني اختر په پیغام کې یو ځل بیا د سخت‌دریځې شرعي تفسیر پر تطبیق ټینګار کړی

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده، د کوچني اختر د مبارکۍ په پیغام کې یو ځل بیا د طالبانو له سخت‌ دریځه تفسیر سره سم؛ د شریعت پر تطبیق او د حدودو او قصاص پر پلي‌کېدو ټینګار کړی دی.

نوموړي په خپل پیغام کې د اطاعت یادونه کړې او ویلي یې دي چې خلک باید شکر وباسي او د ده لپاره د خیر دعا وکړي. خو د هبت‌الله اخوندزاده د اختر په پیغام کې د ښځو او انجونو د وضعیت، د ښوونځیو او پوهنتونونو د برخلیک، او د هېواد د سیاسي ناورین په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.

هبت‌الله اخندزاده ویلي: «د اسلامي امارت (طالبانو) محکمې مکلفې دي چې د شریعت مطهرې په مطابقت کې فیصلې وکړي او د الله تعالی حدود جاري کړي. تعلیمي ادارې هم مکلفیت لري چې د عقایدو او اعمالو د اصلاح په برخه کې جدي توجه وکړي او نصابونه د شریعت مطابق عیار کړي.»

د طالبانو مشر په داسې حال کې د حدودو اود قصاص پر تطبیق ټینګار کوي، چې ملګري ملتونه او د بشري حقونو بنسټونه دا ډول بدني مجازات د بشري حقونو نقض ګڼي او د دغو حکمونو د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

بلخوا، د جزا د نړیوالې محکمې څارنوال د طالبانو مشر او د دوی د حکومت د سترې محکمې رییس یې په بشریت ضد جنایتونو او جنسیتي تاوتریخوالي تورن کړي او د دوی د نیولو غوښتنه یې کړې ده. سربېره پر دې، د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې شپږ ځله د یووالي، درې ځله د اطاعت، څلور ځله د نافرمانۍ، او شپږ ځله هم د امر او مکلفیت یادونه کړې؛ خو یو ځل یې هم د ښوونځي، پوهنتون، ښځو او انجونو یادونه نه ده کړې.

همداراز، له خلکو یې غوښتي چې شکر وباسي او د ده لپاره د خیر دعا وکړي. د طالبانو مشر همداراز په دې پيغام کې د هېواد په چارو کې د بهرنیو هېوادونو پر نه مداخلې ټینګار کړی او دا یې د افغانستان د پرمختګ خنډ بللی دی.

د بشري حقونو فعالان د هېواد اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي او د طالبانو سخت‌دریځه چلند له خلکو سره ظالمانه ګڼي، او وایي چې دا هر څه د اسلامي اصولو، ارزښتونو او بشري حقونو خلاف دي.

له هغې ورځې راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي دي، درې کاله تېرېږي، خو لا هم کوم هېواد دوی په رسمیت نه دي پيژندلي. د طالبانو سیاسي مخالفان هم ټینګار کوي، چې طالبان په داخلي کچه هم مشروعیت نه لري، هغه موضوع، چې د سیاسي فعالانو په باور، یو جدي سیاسي ناورین دی.