د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۴۵۵ ملکي وګړي د ماینونو او نورو چاودیدونکو توکو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي، چې ۳۵۹ یې یوازې ماشومان دي.
دغې نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی، چې میلیونونه افغانان د اقتصادي ناورین، طبیعي آفتونو او د جګړې له پایلو سره مخ دي. سره صلیب له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې بشري مرستې ډېرې کړي. په همدې حال کې، د قربانیانو یو شمېر کورنۍ له سختې بې وزلۍ سر ټکوي.
دغه کمیټه زیاتوي، چې میلیونونه افغانان د جګړې له پایلو، اقتصادي ناورین او طبیعي آفتونو سره لاس او ګرېوان دي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د سختو بارانونو او سېلابونو له امله، ۲۲۵ کسان مړه شوي او ۶۸۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.
صالح محمد، چې نږدې څلوېښت کاله وړاندې د شوروي د جګړې پر مهال یې دواړه پښې له لاسه ورکړې، وايي، چې اوس له معلولیت او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خو هیڅ مرسته یې نه ده ترلاسه کړې.
هغه وایي: «د ماین چاودنې له امله مې پښې وبایللې. له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم. دولت هیڅ مرسته نه کوي، که څه هم لږې مرستې شته، خو معاش نه لرو او د ژوند وضعیت ډېر خراب دی.»
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې، د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ مرکز او یونیسف د راپورونو له مخې، په تېرو ۳۴ کلونو کې له ۵۷ زرو ډېر ملکي وګړي په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنې له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.