افغانستان

د الهې دلاورزۍ موضوع پر څېړنې پر بشري حقونو د څار بنسټ ټینګار

پر بشري حقونو د څار بنسټ په یوه لیکنه کې چې د پنجشنبې پر ورځ یې وېبپاڼه خپره شوه د الهې دلاورزۍ د دوسیې پر څېړنو په ټینګار سره وایي چې په افغانستان کې د ښځو وروستۍ کړنې د ستاینې وړ دي او هغوی د طالبانو له خوا د خپلو حقونو له سرغړونې سره د مبارزې لپاره جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

اغلې دلاورزۍ چې د کابل طبي پوهنتون زده کړیاله ده د ۱۴۰۱ کال د وږي پر ۸ یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، ادعا کوي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکیني ویاند قاري سعید خوستي هغه شکنجه کړې او تېری یې پرې کړی دی.

د مېرمن دلاورزۍ په وینا، هغه د مخکیني حکومت د ملي امنیت ریاست د یوه جنرال لور ده.

هغې ادعا کړې چې سعید خوستي په جبري توګه نکاح ورسره کړې ده.

هغه وایي چې د طالبانو دغه مخکیني ویاند هره شپه تېرې پرې کاوه او ادعا لري چې سعید خوستي د جنسي تېري پرمهال ویډیو ترې اخیستې ده او هغه یې د دغې ویډیو پر خپرولو ګواښلې ده.

خو ښاغلي خوستي د دغې ویډیو له خپرېدو څو ساعته وروسته دا تورونه رد کړل او اغلې دلاورزۍ یې دیني مقدساتو ته پر سپکاوي تورنه کړه.

پر بشري حقونو د څار بنسټ وایي چې د وږي په نهمه یوه ټویټري حساب چې ظاهراً د طالبانو د کابل رسمي محکمې پاڼه ده لیکلي چې، الهه یې د خوستي د بدنامولو په تور نیولې ده.

د آمو خبریال ونه توانېد چې په خپلواکه توګه د اغلې دلاورزۍ نیول تایید کړي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ په وینا د یوه طالب چارواکي لپاره به هېڅ د حیرانتیا خبره نه وي چې په ډاډه زړه پر جبري نکاح، جنسي تېري، تېري، ویډیو اخیستل او پر باج اخیستو لاس پورې کړي.

دغه بنسټ لیکلي چې هندۍ خبریالې روچي کمار د اغلې دلاورزۍ د دوسیې په تړاو ځینې واقعیتونه ترلاسه کړي دي.

دغې خبریالې ویلي چې د طالبانو غړي د نورو ښځو په څېر د مخکیني حکومت د چارواکو له خپلوانو سره تاوتریخوالی کړی ترڅو د هغوی د کورنیو نارینه غړو ته سزا ورکړي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ وایي چې افغان مېرمنې د طالبانو له خوا د خپلو حقونو د سرغړونې پروړاندې په لاس کې لرلو امکاناتو په کارولو سره په زړورتیا مبارزه کوي او نړۍ باید د هغوی ترڅنګ ودرېږي.

دغه بنسټ وایي چې کابل کې دیپلوماتان باید ژر تر ژره د اغلې دلاورزۍ د وضعیت او د ځای په اړه معلومات پیدا کړي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا له غړو هېوادونو غوښتي چې د ځانګړو راپور ورکوونکو د کوچنۍ ډلې ترڅنګ چې په افغانستان کې له بشري حقونو ملاتړ کوي د بشري حقونو له خپلواکو څارونکو او متخصصینو سره د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د ځواب ویلو څېړنې، راپور او ډاډ لپاره لا زیاته وړتیا رامنځته کړي.

دغه بنسټ زیاتوي، چې که څېړنې وشي ښایي پوه شو په هېواد کې د اغلې دلاورزۍ په څېر څو ورته پېښې شوې دي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په یوه کال کې څو ځله له بشري حقونو او د ښځو له ازادۍ سرغړونه کړې ده؛ خو دغې ډلې تل په دې اړه راپورونه او موندنې رد کړې دي.