افغانستان

د ملګرو ملتونو د تور لېست طالب مشرانو پرله‌پسې بهرني سفرونه

عکس از آرشیف

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی، عمان ته تللی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، عمان ته د متقي د سفر موخه؛ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړې کول دي.

بلخوا د آمو موندنې ښیي چې په روان هجري میاشت کې لږ تر لږه نهه لوړپوړي طالب چارواکي بهر ته سفرونه کړې دي چې له دې شمیرې، د څلورو نومونه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې دي.

په دې میاشت کې، د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي، د کرنې وزارت سرپرست عطاالله عمري، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست حمید الله آخندزاده، ازبکستان ته د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک سرپرست نور احمد آغا سفر، ایران ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشه یی توکو سره د مبارزې معین عبدالحق همکار او مل پلاوي سفر، او روسیې ته د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک د سرپرست سفرونه شامل دي.

په دې منځ کې، د عبدالغني برادر، هدایت الله بدري او نوراحمد آغا نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې دي.
په تازه سفر کې، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی، عمان ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متقي د سفر موخه؛ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړې کول بولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل، وایي: «نن د بهرنیو چارو وزارت سرپرست؛ مولوي امیرخان متقي، د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي به رسمي بلنه، دې هېواد ته سفر وکړ. ټاکل شوې امیرخان متفي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر او د دې هېواد له نورو چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې اترې وکړي.»

د طالبانو د کابینې دا غړی داسې مهال عمان ته سفر کوي، چې نوم یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د ۱۳۷۹ لمریز کال په سلواغې په شپږمه؛ هغه مهال چې امیرخان متقي د طالبانو د پوهنې وزارت مسوولیت پر غاړه درلوده، د نوموړي نوم یې په تور لېست کې شامل کړ. هغه کس، چې انجونې یې له زده کړو محرومې کړې وې.

امیر خان متقي د ۱۳۷۹ کال د سلواغې ۶مه د ملګرو ملتونون د امنیت شورا په تور لیست کې شامل شو.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي چې عمان له امریکا سره نږدې اړیکې لري، او دغه هېواد ته د متقي سفر ښايي له ډونالډ ټرامپ سره د خبرو نوې لاره پرانیزي.

له شلو ورځو په کمه موده کې نهه طالب چارواکو چې شپږ یې د کابینې غړي دي، بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کړې دي. د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې نړۍ باید طالبانو سره د تعامل زمینه برابره نه کړي. د دوی په باور، طالبانو چې کومو اسلامي هېوادونو ته سفرونه کړې دي، هلته ښځې د تعلیم، لوړو زده کړو او کار له حقونو برخمنې دي.

کابل یوه اوسېدونکې آمو ته وای: «طالبانو افغانستان د ښځو په زندان بدل کړی او ښځې له خپلو ټولو حقونو محرومې دي، موږ غواړو چې پر طالبانو فشار راوړل شي او هېوادونه په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض له پامه و نه غورځوي.»

د کابل اوسېدونکې، سما، آمو ته وویل: «طالبان په پرله پسې توګه هر هېواد ته سفرونه کوي، خو لږ تر لږه دا درس دې واخلي، چې په اسلامي هېوادونو کې ښځې په کوم وضعیت کې دي او له خپلو حقونو څخه څومره برخمنې دي، خو افغانستان کې له لومړنیو حقونو هم محرومې شوې دي.»

د طالبانو د سفرونو په دوام، دوه ورځې مخکې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون په عربستان کې د طالبانو د عدلیې وزارت د سرپرست عبدالحکیم شرعي وینا خپره کړه. هغه کس، چې د طالبانو منتقدین وايي، نوموړی په افغانستان کې د انځور د خپرېدو مخالف دی خو له افغانستانه بهر بیا د خپل ویډیو له خپرېدو سره ستونزه نه لري.