ښځې

د ښځو د وضعیت ۶۹م کمیسیون غونډه په راتلونکو څلورو ورځو کې ترسره کېږي

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو څانګې له لوري د ښځو د وضعیت ۶۹م کمیسیون ته یوازې څلور ورځې پاتې دي، چې ټاکل شوې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې ترسره شي او تمه کېږي چې په دې ناسته کې د افغانستان د ښځو وضعیت ته هم کتنه وشي.

په همدې حال کې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، د دې ناستې په درشل کې، په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دوی د افغان ښځو او انجونو د غوښتنو د پیاوړتیا لپاره نوي هڅې پیل کړې دي.

خو د افغانستان یو شمېر اوسېدونکي، په ځانګړي ډول ښځې او انجونې، له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ یوازې په وینا نه، بلکې په عملي توګه ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت ۶۹م کمیسیون د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «دا ناسته به په ځانګړي ډول د بیجینګ اعلامیې د تطبیق ارزونه او بیاکتنه وکړي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د ۲۳مې ځانګړې غونډې پایلې به وڅېړي، او هغه ستونزې او خنډونه به وارزوي چې د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د ځواکمنتیا پر لاسته راوړنو اغېز لري.»

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، د دې ناستې په درشل کې، په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دوی د افغان ښځو او انجونو د غوښتنو د پیاوړتیا لپاره نوي هڅې پیل کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی، نصیر احمد فایق، وایي: «موږ د ښځو د وضعیت د ۶۹م کمیسیون د جوړېدو لپاره چمتووالی نیسو، او زموږ استازولي یو ځل بیا خپل قوي او نه ماتېدونکی ژمنه د افغان ښځو او انجونو د حقونو د ودې او ملاتړ لپاره تاییدوي. موږ به د دې لپاره چې د هغوی غږ واورېدل شي، د مارچ په ۱۰، ۱۳، ۱۴، او ۱۷ مه د افغان ښځو د حقونو له زړورو فعالانو او د بشر حقونو مدافعانو سره څلور اړخیزه ناسته ترسره کړو. زموږ سره یوځای شئ، ترڅو د هغوی د غوښتنو ملاتړ وکړو او دا غږونه نه یوازې ملګرو ملتونو، بلکې تر دې هم وړاندې ورسوو.»

له بلې خوا، د دې ناستې د جوړېدو په درشل کې، یو شمېر افغانې ښځې او انجونې له نړیوالې ټولنې او ګډون کوونکو هېوادونو غواړي، چې د افغان ښځو او انجونو له غوښتنو، هر اړخیز او عملي ملاتړ وکړي.

د بادغیس اوسېدونکې، میترا، آمو ته وویل: «هیله لرم، دا ناسته د تېرو غونډو په څېر یوازې د څو ورځو کنفرانس پورې محدود نه ‌شي، بلکې موږ، چې له کار او زده‌کړو محرومې یو، ګټه ترې واخلو. موږ د نړیوالې ټولنې ملاتړ او له اوسني حکومت سره د خپلو حقونو په اړه د خبرو غوښتنه لرو.»

د بادغیس یوه بله اوسېدونکې، زرمینه، وایي: «د میلیونونو افغان ښځو ژوند دا مهال د نړۍ د مشرانو او د افغانستان د حکومت پرېکړو پورې تړلی دی. هیله لرم، چې په دې ناستو کې موږ هېر نه‌ شو او د حکومت پر ضد لږ تر لږه اغېزناک فشار راشي، څو زموږ د راتلونکي په اړه تصمیم ونیسي.»

له دې ټولو سره،طالبانو د خپلې څه باندې درې کلنې واکمنۍ په موده کې، د هېواد پر اوسېدونکو، په ځانګړې توګه پر ښځو او انجونو، سخت محدودیتونه لګولي دي؛ هغه بندیزونه چې د بشري حقونو د فعالانو په باور، د افغانستان د بشري ناورین ښکاره نښې دي.