د بریټانیا د نړیوال پراختیا وزیرې د ښځو او انجونو پر ضد د طالبانو فرمانونه وحشیانه وبلل او د دغو فرمانونو د لغو کولو غوښتنه یې وکړه.
آنلیز ډُډز د بریټانیا په پارلمان کې وویل چې هېواد به یې له خپلو نړیوالو شریکانو سره د طالبانو پر ضد، ګډ فشار ساتلو ته دوام ورکړي. نوموړې همداراز وویل چې اړتیا ده طالبان له سیاسي پلوه تر سخت فشار لاندې ونیول شي. بلخوا، د بریټانیا د پارلمان یو شمېر غړي له ښځو او انجونو سره د طالبانو چلند ظالمانه او کرکجن بولي او د دوی پر وړاندې د فشار د زیاتولو غوښتنه کوي.
په تېرو درې نیمو کلونو کې، د طالبانو سیاستونه تر ډېره د افغانستان پر ښځو متمرکز وو؛ له زدهکړو او کار څخه له منع کولو نیولې بیا تر ګڼو نورو ټولنیزو محدودیتونو پورې.
د بریټانیا د نړیوال پراختیا وزیره، آنلیز ډُډز، وایي: «موږ په افغانستان کې له ښځو او انجونو سره د طالبانو وحشیانه چلند غندو. طالبان باید خپل ظالمانه فرمانونه لغوه کړي او موږ به له خپلو نړیوالو شریکانو سره د ګډ فشار د ساتلو په موخه، خپلې نږدې همکارۍ ته دوام ورکړو.»
د بریټانیا د حکومت دغه وزیره وايي، د افغانستان د ښځو او انجونو د ژوند ډېری برخې د طالبانو له لوري کمزورې شوې دي او اړتیا ده چې طالبان له سیاسي پلوه تر سخت فشار لاندې ونیول شي.
هغې وویل: «باید له سیاسي پلوه شدید فشار وارد کړو. زه ډېره خوشحاله یم چې اعلان وکړم، بریتانیا په سیاسي توګه د جزا نړیوالې محکمې ته د افغانستان د راجع کولو له ابتکار څخه چې د ښځو پر ضد د تبعیض د لمنځه وړو د کنوانسیون د نقض په اړه دی، ملاتړ کوي.»
د بریتانیا د پارلمان یو شمېر غړې هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ښځو او انجونو د وضعیت په اړه اندېښنه لري.
د بریټانیا د پارلمان غړې، ربیکا سمېټ، وایي: «د طالبانو ظلم او بېرحمي باید موږ ټول اغېزمن کړي، او بې له شکه موږ ټول د طبي زدهکړو د بندیز غندنه کوو. بریټانیا افغانستان ته د ښځو او نوو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا د ملاتړ لپاره د پام وړ مرستې ورکړي دي، خو اوس چې طالبان نه یوازې د ښځو حقونه، بلکې د هغوی روغتیا هم کمزورې کوي، د دغو مرستندویه پروګرامونو او اړوندو بودیجو برخلیک به څه وي؟»
طالبانو تل ویلي چې د شریعت پر بنسټ یې د ښځو حقونه تأمین کړي؛ خو یو شمېر ښځې بیا وایي چې د طالبانو د فرمانونو له امله د عامه ژوند څخه د حذفېدو په حال کې دي.