د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیکونو چمتو کول د امریکا او چین ترمنځ ناندریزه شوې ده.
یوه امریکایي څېړنیزه ټولنه، چې د امنیت، سیاست او ډموکراسۍ په برخو کې مطالب خپروي، ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جنجال پر دې دی چې کوم ځواک د امنیت شورا د «قلمدار» په توګه د افغانستان په اړه، رول ولوبوي.
د «جست سکیوریټي» آنلاین فورم لیکلي، چین د افغانستان د ترهګریزو فعالیتونو په اړه د امنیتي اندېښنو او د دې هېواد د کانونو سرچینو ته د لیوالتیا له امله، افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري.
د امریکا «جست سکیوریټي» آنلاین فورم راپور ورکړی چې دا ترینګلتیاوې د ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته زیاتې شوې، او داسې ښکاري چې په راتلونکي کې به لا پسې ډېرې شي.
دغه فورم زیاتوي چې د امریکا او چین ترمنځ ډیپلوماتیکه شخړه پر دې ده چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا پرېکړهلیکونه څوک چمتو کړي.
د جست سکیوریټي فورم د راپور یوه برخه کې راغلي: «دا بحث د ۲۰۲۴ کال په پای کې پیل او په وروستیو اونیو کې، د ټرمپ د ادارې تر بیا واک ته رسېدو وروسته، لا پسې شدید شوی دی. دا مسئله نه یوازې د ملګرو ملتونو او طالبانو د متقابل تعامل پر څرنګوالي مهمې اغېزې لري، بلکې د چین لپاره د یوه ستر قدرت په توګه د امنیت شورا په چوکاټ کې د دریځ لپاره هم مهمې پایلې لرلی شي.»
د افغانستان په تړاو د امنیت شورا پرېکړهلیکونه څه دي او هېوادونو ته یې اهمیت څه دی؟
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیکونه رسمي او الزامي اسناد دي، چې د نړیوال سولې او امنیت د ساتنې په موخه صادریږي.
دې پرېکړهلیکونو کې بندیزونه، د سولهساتو ځواکونو استول، او دیپلوماتیک اقدامات شامل وي، او د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د دې پرېکړهلیکونو د تطبیق مسؤول ګڼل کیږي. ځینې سیاسي کارپوهان وایي چې د امنیت شورا پرېکړهلیکونه، چې د افغانستان په اړه تصویب شوي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د سولې له بهیر څخه ملاتړ، د ملګرو ملتونو د ماموریتونو، په ځانګړې توګه یوناما، د بشري حقونو او بندیزونو پر موضوعاتو راڅرخي.
د امریکا «جست سکیوریټي» آنلاین فورم لیکلي چې امریکایي چارواکي په ملګرو ملتونو کې د چین د نفوذ له پراخېدو اندېښمن دي، او واشنګټن نه غواړي چې بیجینګ د افغانستان د اجنډا په تنظیم کې مهم رول ولوبوي. د امنیت شورا د پرېکړهلیکونو د چمتووالي پر سر د امریکا او چین ترینګلتیاوې د ټرمپ ادارې تر راتګ وروسته لا پسې زیاتې شوې دي. ډونالډ ټرامپ څو وارې د بګرام هوایی اډې د اهمیت په اړه خبرې کړي، او دوه اوونۍ وړاندې یې هم وویل، که هغه مهال د امریکا ولسمشر وای، نو بګرام اډه به یې ساتلې وه.
ډونالډ ټرمپ ویلي دي: «ما د وتلو پلان درلود، خو غوښتل مې چې بګرام وساتم. اوس چین بګرام لري. ما غوښتل چې د نړۍ له سترو هوایي اډو څخه یوه وساتم، خو هغوی هغه پرېښود. ما پرته له بګرامه، له افغانستانه د وتلو نیت درلود، خو بګرام مې د افغانستان لپاره نه، بلکې د چین لپاره ساته، ځکه دا یوازې له هغه ځایه چې چین خپل اټومي وسلې جوړوي یو ساعت واټن لري، او موږ باید هغه ساتلی وای.»
ملګري ملتونه د هغو هېوادونو استازي، چې د امنیت شورا د پرېکړهلیکونو مسوده چمتو کوي، د «قلمدارانو» په نوم یادوي. دا دنده معمولاً د امنیت شورا درې دایمي غړي، امریکا، فرانسه، او بریتانیا، چې د «پي ۳» په نوم پېژندل کېږي، پر مخ وړي.
د «ست سکیوریټي« آنلاین فورم د معلوماتو له مخې، په وروستیو اوونیو کې چین او پاکستان د ملګرو ملتونو د ماموریت د غځولو لپاره یو پرېکړهلیک وړاندې کړی، په داسې حال کې چې امریکا او سویلي کوریا هم په دې اړه جلا مسوده وړاندې کړې ده.
د امریکا په مسوده کې د ښځو د حقونو او بشري حقونو پر موضوع ټینګار شوی دی.