افغانستان

امیرخان متقي به غیر مستقیم ډول د هبت‌الله اخوندزاده له لوری د واک پر انحصار نیوکه کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په غیرمستقیم ډول د هبت‌الله اخوندزاده له لوري د واک پر انحصار نیوکه کړې او د کورني همغږۍ پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

ښاغلي متقي همداراز ویلي، د طالبانو د مشرتابه سیاستونه باید د هېواد د وګړو د تېښتې لامل نه شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی، له دې وړاندې د هبت‌الله اخوندزاده پر محدودوونکو سیاستونو سخته نیوکه کړې وه او وروسته یې په پټه کابل پرېښود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د لومړي ځل لپاره، په غیر مستقیمه توګه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري د واک پر انحصار او سخت دریزو سیاستونو نیوکه وکړه.

متقي، چې په یوه دیني مدرسه کې یې وینا کوله، په تلویحي توګه، د خپل مشر له لوري د واک پر انحصار نیوکه وکړه او د کورني همغږۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي، وایي: «ته باید ټول خپل څنګ ته راټول کړې او هېڅوک باید له تا خفه نشي. هېڅوک باید له تا تېښته ونکړي. ولې باید څو تېښته وکړي؟ هغه څوک چې ستا خپل دی، ولې باید تېښته وکړي؟»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په داسې حال کې د واک د انحصار په اړه خبرې کړي دي، چې د دې وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی، د هبت‌الله اخندزاده له سیاستونو تر نیوکې وروسته اړ شو چې له افغانستانه ووځي.

له دې وړاندې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم څو ځله د په یوه خاصه جغرافیا کې د واک پر انحصار نیوکه کړې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت، سراج الدین حقاني، وایي: «پر نورو د خپل نظر تحمیلول د منلو وړ نه دي. دا سمه نه ده چې د یوه کس غوښتنې پر نظام او خلکو وتپل شي، ځکه چې د دې ډول چلند پایلې د افغانستان د خلکو او نظام لپاره خطرناک او د منلو وړ نه دي. د خپل نظر پر نورو تحمیلول نظام بدناموي او د هېواد سیاسي ثبات ته زیان رسوي.»

د طالبانو له مشر د واک پر انحصار د طالب چارواکو نیوکې داسې مهال دي، چې هبت الله اخندزاده تر خپل امر لاندې ټولو امنیتي او دفاعي ادارو ته ویلي چې د دې له اجازې پرته به وسلې او پوځي وسایل نه ویشي. نوموړي همدا راز د شېرمحمد عباس ستانکزي تر تیښتې وروسته، د کابل په مهمو سیمو په ځانګړي توګه هوايي ډګر کې خپله ځانګړې قطعه مقرره کړې او ویلي یې دي چې د ده له اجازې پرته هېڅ چارواکی بهر ته د سفر کولو اجازه نه لري.
بلخوا بیا کارپوهان د واک پر انحصار نیوکې کوي او د جدي خطرونو په اړه یې خبردارۍ ورکوي.

د کارپوهانو په باور، هبت الله اخوندزاده په افغانستان کې د ټول واک د انحصار په لټه کې ده، هغه څه چې په عمل کې د حقاني شبکې او په کابل کې د مېشتو چارواکو له غبرګون سره مخ شوې ده.

د کارپوهانو په خبره، د طالبانو ترمنځ د نوي صفونو جوړېدل پیل شوې دي، خو په کندهار کې د هبت الله اخوندزاده په مشرۍ طالبان په دې هڅه کې دي چې کابل کې مېشت با نفوذه څیرې څنډې ته کړي، خو د حقاني شبکه له یو شمېر طالب چارواکو سره په ملتیا د کندهار د جبهې پر وړاندې د خپل صف پر پیاوړتیا لګیا ده.