افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندز برید وغانده

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کندز کې د کابل بانک مخې ته برید وغانده او دا پېښه یې ترهګریزه او وحشتناکه وبلله.

دې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د داعش‌خراسان څانګه د نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ بللی او ټینګار یې کړی چې هر ډول ترهګریز بریدونه د نړیوال امنیت پر وړاندې جدي ګواښ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د داعش‌خراسان څانګې د بریدونو د څه باندې ۳۹ سلنه زیاتوالي خبره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپله خپره کړې اعلامیه کې پر دې ټینګار کړی چې د دې ډول بریدونو عاملین، تنظیموونکي، مالي تمویلونکي او ملاتړي باید محاکمه او حساب ورکولو ته اړ ایستل شي.

د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي، چې په هره بڼه کې ترهګري، د افغانستان د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: «موږ د کندز په مرکز کې د کابل بانک مخې ته چاودنه غندو او دا یو وحشتناک او ترهګریز برید بولو. تروریزم په ټولو بڼو او شکلونو کې د افغانستان او همداراز د نړۍ د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.»

د داعش خراسان‌څانګې د سلواغې په ۲۳مه د سه شنبې په سهار، د کندز ولایت مرکز کې د کابل بانک مخې ته د طالبانو غړي یې د ځانمرګي برید هدف وګرځول، چې په پایله کې د طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۲۵ تنه ووژل شول.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، په کندز کې د داعش د سه شنبې ورځې په برید کې یو شمېر ملکي وګړي هم وژل شوې دي.

په تېرو دوه میاشتو کې دا دویم ځل دی، چې دغه ډله د طالبانو د هدف ګرځولو لپاره ځانمرګي بریدونه کوي. له دې وړاندې د روان کال په لیندي میاشت کې، د داعش یوه غړي د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني باندې د دې وزارت په انګړ کې ځانمرګۍ برید ترسره کړ، چې په پایله کې یې شپږ تنه ووژل شول.

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې بریدونه د تېر کال په پرتله ۳۹.۶ سلنه زیات شوې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې ځانګړي څارونکي هم داعش د طالبانو پر وړاندې یو جدي ګواښ بللی او ټینګار یې کړی چې دغې ډلې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پنځلسمې نیټې راهیسې تر دې مهاله، د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په ګډون، اته لوړپوړي چارواکي په نښه کړې دي.