د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، هغه راپورونه رد کړي چې وایي پاکستان د داعش پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره تیاری نیسي. نوموړي دا راپورونه ناسم او له حقیقي واقعیتونو څخه لرې وبلل.
ذبیحالله مجاهد د «آمو» سره په خبرو کې وویل، دا راپورونه یوازې یو اړخیز تحلیلونه دي او له واقعیت سره سر نه خوري.
تر دې وړاندې، «دراپ سایت نیوز» په یوه راپور کې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي و چې د پاکستان پوځ هڅه کوي امریکا دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د پوځي مداخلې ته دوام ورکړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو سرحدي ترینګلتیاوو وروسته، دغه امریکایي رسنۍ راپور ورکړی و چې د پاکستان پوځ د داعش اړوندو ډلو پر ضد د پراخو عملیاتو ارزونه کوي.
د راپور له مخې، دا ډول اقدام کولی شي چې د سیمې ترینګلتیاوې زیاتې کړي او د امریکا د افغانستان ته د بیا راستنېدو احتمال ډېر کړي. سرچینې دا ادعا هم کړې وه چې دغه عملیات به د هوايي او ځمکنيو بریدونو له لارې ترسره شي.
ذبیحالله مجاهد د دې راپورونو په غبرګون کې وویل: «دا یوازې یو اړخیز تحلیل دی، نه یو دقیق راپور. دا یوازې یو اټکل یا ګومان دی چې هیڅ معقول اساس نه لري.»
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې سړې شوې دي. پاکستان څو ځله طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي. ځینې سیاسي شنونکي هم باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا د سرحدي شخړو د زیاتوالي لامل شوې ده.
دا شخړې حتی تر نظامي درگیریو هم رسېدلي دي. په وروستیو کې د پاکستان هوايي بریدونو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ځینو برخو کې ۴۶ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ووژل. خو د پاکستاني رسنیو ادعا کړې چې په دې بریدونو کې شاوخوا ۷۰ د تحریک طالبان پاکستان غړي په نښه شوي دي.
که څه هم طالبانو تل په افغانستان کې د تروریستي ډلو شتون رد کړی، د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۶۰۰۰ د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي لا هم په افغانستان کې حضور لري.