د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي چې د طالبانو اقداماتو د ښځو لپاره د زده کړو، روغتیایي خدماتو او اقتصادي فرصتونو ته د لاسرسي په برخه کې «سیستماتیک خنډونه» رامنځته کړي، چې دې وضعیت ښځې او نجونې لا زیاتې منزوي کړي او د دوی ستونزې یې ژورې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له ۶.۳ میلیونه زیات خلک لا هم بېځایه شوي، چې ډېری یې د جګړو، فقر او ناامنۍ له امله څو ځله خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي.
په ورته وخت کې، په وروستیو میاشتو کې د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر ډېر چټک شوی دی.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې، له ایران، پاکستان او ترکیې څخه له ۳.۴ میلیونه زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، دا پراخ بېرته ستنیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران، د خوړو د کمښت، د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي او د کاري فرصتونو له محدودیت سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ډېری بېرته ستانه شوي کسان نه یوازې دا چې سرپناه نه لري، بلکې د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ملګري ملتونه زیاتوي، د کډوالو بېرته ستنېدو تر څنګ، په افغانستان کې د غیر رسمي مېشت ځایونو اوسېدونکو وضعیت هم د اندېښنې وړ ګرځېدلی.
راپورونه ښيي چې د طالبانو ځايي چارواکو داسې تګلارې عملي کړي، چې له امله یې دا بېځایه شوي کسان له خپلو اوسنیو ځایونو د ایستلو له خطر سره مخ دي.
ملګري ملتونه وايي، ډېرې کورنۍ چې د جګړو او ناامنۍ له امله بېځایه شوې، اوس په کمپونو او حاشیهيي سیمو کې ژوند کوي، خو دوی له دوامداره فشارونو سره مخ دي، او د جبري ایستلو ګواښ ورسره دی.
له بلې خوا، په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو بهیر هم له ګڼو خنډونو سره مخ شوی دی.
د مرستندویه ادارو په وینا، د بوروکراتیکو خنډونو، سختو نظارتونو او محدودیتونو له امله، په ډېرو سیمو کې بشري مرستې نهدي رسېدلي.
ملګري ملتونه وايي، دا حالت سبب شوی چې ډېرو اړمنو کسانو ته اړینې مرستې، لکه خوراکي توکي، څښاک اوبه، دارو درمل او روغتیایي خدمات، پر وخت ونه رسېږي.
د نړیوالو سازمانونو له لوري له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د دې بحران د کمولو لپاره خپلې مالي او بشري مرستې زیاتې کړي.
خو که اوسنی محدودیتونه دوام ومومي او د وضعیت د ښه والي لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي، افغانستان به په راتلونکو کلونو کې له لا زیات بحران سره مخ شي.