د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ راپور ورکړی چې له سپتمبر ۲۰۲۳ څخه تر اوسه پورې، د «د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو» د طرحې په چوکاټ کې له ۸۲۵ زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دا بهیر چې په لومړي سر کې د پاکستان د حکومت له لوري د تشویقي برنامې په توګه پیل شوی و، وروسته په جبري ایستلو بدل شو، چې د نړیوالې ټولنې پراخې اندېښنې یې راپارولې دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې ۱۸ زره او ۳۰۰ کسان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان جبراً ایستل شوي دي.
په وروستیو اونیو کې، په اسلامآباد او راولپنډۍ کې د افغان اتباعو نیول ډېر شوي دي.
راپورونه ښيي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د اقامې قانوني وضعیت ته له پام پرته افغانان نیولي دي، حتا هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ قانوني اسناد یا د پاکستان د اقامت کارتونه لري.
د نیول شویو کسانو له ډلې، یوازې له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه تر ۸۰۰ زیات کسان افغانستان ته ایستل شوي دي.
د ایستل شویو کسانو په ډله کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان شامل دي، چې د قانوني ملاتړ او د ځان د دفاع فرصت پرته، مجبور شوي چې پاکستان پرېږدي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې ۱۲۴۵ افغان مهاجرین په پاکستان کې نیول شوي—دا شمېر د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د ثبت شوو قضیو دوه برابره دی.
اړوند شمېرې ښيي چې په تېرو دریو میاشتو کې د افغان اتباعو نیول او ایستل ډېر شوي دي.
د افغان کډوالو د پراخ ایستلو او نیولو لړۍ د بشري حقونو سازمانونو او نړیوالو ادارو سخت غبرګونونه پارولي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي او هغوی ته د انساني حقونو مطابق چلند وکړي.