افغانستان

سرچینې: په قندهار کې د طالبانو یو مقام د ۸ میلیون افغانیو اختلاس په تور متهم شوی

سرچینې په قندهار کې وایي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې، د دې ولایت د فواید عامې ریاست د ترازو رئیس، احمد آخندزاده، د «۸ میلیونه افغانیو د اختلاس» په تور د سپین بولدک او تخته پل د ترازو ځینو مسؤلینو سره یوځای محکمې ته احضار شوی و. خو د سرچینو په وینا، نوموړی بېرته خوشې شوی، خو نور مسؤلین لا هم تر توقیف لاندې دي.

د دې ادارې یو کارکوونکي آمو ته ویلي چې آخندزاده د جعلي اسنادو په جوړولو، د ګمرک عواید خپل شخصي حساب ته لېږدولي او د رشوت په بدل کې یې هغه موټرونو ته د تېرېدو اجازه ورکړې چې له ټاکلي حد څخه زیات بار درلود.

سرچینه زیاتوي، نوموړي نه یوازې مالي فساد کړی، بلکې ځینې درانه وسایط یې بې له کوم دلیله د څو ورځو لپاره درولي دي.

د معتبره سرچینو د معلوماتو له مخې، سره له دې چې نوموړی د مالي فساد په تور نیول شوی و، لا هم د دولتي موټر سره آزادانه په ښار کې ګرځي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان څو ځله د عدالت د تأمین او دولتي ادارو کې د فساد پر ضد د اقداماتو ژمنې کړې دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.