افغانستان

د طالبانو افشا شوي اسناد: يو زرو۴۰۰ ښځې او ۱۶زره نارینه د طالبانو په زندانونو کې دي

د طالبانو تر ادارې لاندې د دولتي بنسټونو افشا شوي اسناد، چې د هېکرانو د یوې ډلې لخوا ترلاسه شوي، ښیي چې طالبان شاوخوا يو زرو۴۰۰ ښځې او له ۱۶زره ډېر نارینه په خپلو زندانونو کې بنديان کړي دي.

د هېکرانو دغې ډلې د طالبانو د ۲۱ وزارتونو او اړوندو ادارو اسناد په انټرنیټ خپاره کړي دي.

د دغو اسنادو له مخې، د طالبانو مشر د زده‌کړو لپاره بهر ته د سفرونه منع کړي او له ۸زرو زیات د پخواني حکومت کارکوونکي یې له هېواده له وتلو څخه منع کړي دي.

په دې اسنادو کې، چې د ۱۴۰۲ سلواغې پورې معلومات رانغاړي، ویل شوي چې ۸۰ بهرني اتباع هم د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي، چې له دې ډلې ۶ تنه پکې ښځې دي.

دغه راز، اسناد ښیي چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ۱۴۰۲لمريز کال د تلې په میاشت کې په ۱۲ ولایتونو کې له زرګونو کسانو د حجاب د امر په اړه په اړه تحقیقات کړي دي. دغه وزارت ادعا کړې چې په بامیان ولایت کې ځینو بهرنیو مؤسسو د لوېدیځ کلتور په ترویج کې مهم رول لوبولی دى.

طالبانو تر اوسه د دغو افشاشویو اسنادو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو ځینې شنونکي باور لري چې دا معلومات د افغانستان د اوسني وضعیت یو کره انځور وړاندې کوي.

د امنیتي چارو شنوونکي صمد صمدي آمو ټلوېزيون ته ویلي: «د طالبانو ظلم او استبداد پر هیچا پټ نه دی؛ خو دا افشاشوي اسناد د دې ډلې د واکمنۍ حقیقتونه تر بل هر وخت روښانه کوي.»

دا افشا شوي معلومات په داسې حال کې خپاره شوي چې د طالبانو د مشرتابه ترمنځ کورني اختلافونه ډېر شوي. د وروستیو راپورونو له مخې، هبت‌الله آخندزاده خپلو ځانګړو ځواکونو ته امر کړی چې په کابل هوایي ډګر او د ښار په نورو ستراتيژيكو برخو کې ځای پر ځای شي او هېڅ طالب چارواکی د هغه له اجازې پرته سفر نشي کولی.

همداراز، ځینو سرچینو مخکې آمو ته ویلي وو، چې کابل وضعيت پوځي بڼه خپله کړې ده.