معتبرې سرچینې آمو ته تأییدوي چې په تېرو دوو میاشتو د عرب شیخانو ۱۵ ډلې چې ټولټال شاوخوا ۱۵۰ کسان دي، د افغانستان کندهار، د هلمند او ارزګان د صحراوو، او د فراه بېلابېلو برخو ته ورغلي دي.
د دې عرب شیخانو یوه همکار آمو ته ویلي، چې دوی په هغو سیمو کې ښکار کوي چې د ژمي په موسم کې د نایابه مرغانو د استراحت ځایونه دي.
سرچینې همداراز وايي، چې ځینې شیخان صحرايي حیوانات، لکه مارماهيان هم نیسي او بهر ته یې وړي.
د ځینو نورو سرچینو په وینا، یوشمېر عرب شیخانو د ارزګان او هلمند ترمنځ په سرحدي سیمو کې کمپونه جوړ کړي او هلته منظم تګ راتګ لري.
د آمو د باوري سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، د دغو ښکاریانو د امنیت لپاره په یادو سیمو کې د طالبانو امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه د دوی استخباراتي واحدونه ځای پر ځای شوي او ځایي خلکو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
عرب شیخان،دچې اکثره یې د اماراتو، قطر، سعودي عربستان، کویټ، او بحرین دي د نایابه مرغانو، په ځانګړې توګه د «هوبره» ( چې د شاهين د تربيې لپاره د عرب شهزادهګانو د خوښې وړ مرغه دى) د ښکار لپاره داسې سفرونه کوي.
د طالبانو یوه امنیتي سرچینې آمو ته ویلي، چې عرب شیخان د یو ۱۵ کلن قرارداد له مخې هر کال دې سیمو ته د ښکار لپاره راځي، او طالبان د دوی د امنیت، استوګنځي، او اسانتیاوو برابرولو مسؤل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر مخکې له دې د مرغانو ښکار منع کړی و، او ځایي خلک یې له دې کاره منع کړي وو.