افغانستان

په پنجشېر کې د څه باندې ۲۰۰ ټنو چهارمغزو راټولېدل

انځور له آ رشیف

د طالبانو تر ادارې لاندې د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په روان هجري لمریز کال کې په دې ولایت کې څه باندې ۲۰۰ ټنه چهارمغز راټول شوي دي.

ياد ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پنجشېر کې ۲۱۵ هکټاره ځمکه د چهارمغزو پر ونو پوښل شوې ده.

طالبانو مناسب اقلیم، پر وخت بارانونه او د بڼوالو ملاتړ د دې حاصل د ښه تولید مهم عوامل بللي دي.

خو په ورته وخت کې، یو شمېر بڼولان او کروندګر د دولت له نه همکارۍ او د اسانتیاوو د نشتوالي شکایت کوي او وايي چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

همداراز، دا بڼوالان او کروندګر د بازار د نشتوالي له امله له حاصلاتو څخه د مناسبې ګټې نه ترلاسه کولو شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د دوی محصولاتو ته د کورني او بهرني بازار موندنې اسانتیاوې برابرې کړي.