سوداګري

د هرات لپاره د طالبانو والي وايي د وارداتو زیاتوالي د هېواد د سوداګرۍ توازن ګډوډ کړی دی

په هرات کې د اسلام کلا د لارې انځور

د هرات لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار په دې ولایت کې یوې غونډې ته ویلي چې د وارداتو د زیاتوالي او د هېواد د سوداګرۍ توازن د ګډوډېدو په اړه اندېښمن دی. هغه له پانګوالو او نورو اړوندو خواوو څخه غوښتي چې د هېواد د سوداګرۍ د توازن د برابرولو لپاره همکاري وکړي.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هغه دا موضوع په دې ولایت کې د «وړو صنايعو د ملاتړ» تر سرلیک لاندې یوې اقتصادي غونډې کې مطرح کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د دوی له لوري به پانګوالو ته لکه د ځمکې ورکړه، د برېښنا برابرول او د امنیت د تأمین لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

په تېرو درې کلونو کې د هېواد د وارداتو کچه د صادراتو په پرتله په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده.

د طالبانو تر اداره لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ زيږديز کال کې د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ مجموعه ۱۲ميليارده .۴۲۲ ډالرو ته رسېدلې، چې له دې جملې څخه يو میلیارد ۸۰٣ ډالر صادرات او ۱۰ميليارد ۶۱۹ ډالر واردات وو. دا شمېرې د ۲۰۲۳ کال په پرتله د صادراتو ۴ سلنه کموالی او د وارداتو ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

په دغه کال کې پاکستان او چین ته د افغانستان صادرات کم شوي، خو ترکیې، هند، ایران، قزاقستان، ازبیکستان او متحده عربي اماراتو ته یې د پام وړ زیاتوالی موندلی.

همداراز، ایران افغانستان ته د مالونو د صادرولو تر ټولو ستر هېواد بلل شوی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ زيږديز کال کې د افغانستان د صادراتو کچه يو ميلياردهږ ۸۸۴ ډالر او د وارداتو کچه ٧ميليارده ۷۱۰ ډالر وه. دا شمېرې د تېرو کلونو په پرتله د صادراتو ۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان ډېر صادرات پاکستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو، قزاقستان او ازبیکستان ته شوي. عمده صادراتي توکي ډبرو سکاره، پنبې، هينجه، د هينجې تخم، وچه مېوه، تازه مېوه، زراعتي محصولات، غالۍ، زعفران او طبي نباتات وو.