ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت معين شیر عباس ستانکزی له افغانستان څخه «تېښتې ته اړ ايستل» شوی دی.
دغه ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو مشر د هغه له لوري پر ده د زدهکړو د بندیزونو پر ضد تر نیوکو وروسته، ستانکزي ممنوع الخروج اعلان کړ او د هغه د نیولو امر ورکړ؛ خو نوموړی له افغانستان څخه وتښتېد او متحده عربي اماراتو ته لاړ.
طالبانو تر دې دمه په رسمي توګه د هغه د تېښتې تایید نه دی کړی. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، پر «اېکس» په خپلو خبرو کې ویلي چې د طالبانو د غړو ترمنځ د ليدلورو توپير شته، خو اختلافات نه.
مجاهد زیاته کړې: «موږ د هرې موضوع اړه پر اختلاف یو بل نه ژوبلوو.»
تر دې وړاندې، یوې سرچینې «آمو» ته ویلي و، چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني، لا هم د ۱۳ ورځو له تېرولو وروسته، له متحده عربي اماراتو نه دی راګرځېدلى.
له بلې خوا، یوې بلې سرچینې «آمو» ته ویلي چې امکان لري نوموړی د عمرې مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی وي.
دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي، چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو خبرونه خپاره شوي وو. دغه اختلافات هغه وخت لا روښانه شول، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، عباس ستانکزي، د طالبانو پر مشر هبتالله اخندزاده نیوکې وکړې.
د عباس ستانکزي پرلهپسې نیوکو د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات تر بل هر وخت زیات څرګند کړل.
سرچینې ټينګار کوي، چې د دې اختلافاتو یوه برخه له سیاسي مرستیالۍ څخه د کډوالو وزارت ته د عبدالکبیر د بدلولو پرېکړې ته هم ورګرځي.