افغانستان

سرچینې: طالبانو په هرات کې پر کتابونو ګرافیک او انځورونه منع کړل

سرچینې د هرات څخه وايي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر ریاست پر کتابونو ګرافيک او انځورونه منع کړل.

خو ځینې کتاب پلورونکي وايي چې د طالبانو د پرېکړې وروسته، دوی اړ شوي چې په هغو کتابونو باندې سټېکر ولګوي چې انځورونه لري.

دا کتاب پلورونکي زیاتوي چې د طالبانو له خوا پر کتابونو د انځورونو د بندیز پرېکړې د کتاب پلورنې بازار هم کمرنګه کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د سختو او مخ په زیاتیدونکو بندیزونو او محدوديتونو له امله، د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزارت لخوا دغه نوي بندیز، دا ځل کتاب پلورونکي په نښه کړل.

په دې وروستیو کې، په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف رياست له کتاب پلورونکو څخه غوښتي دي چې: ترڅو چې پر کتابونو عکسونه او ګرافیکونه وي، ونه پلوري.

په هرات کې یو کتاب پلورونکی محمد شفیق فاروقي وايي: «د کتاب پلورنځیو په برخه کې یوه مهمه مسله د کتاب پر پوښ انځور دی، چې په پلور کې ۸۰ سلنه مهم رول لوبوي. له بده مرغه، اسلامي امارت (طالبانو) امر کړی دی چې چې پر کتاب باید هیڅ انځور نه وي. له همدې امله موږ پرېکړه کړې چې یا په کتابونو خط وليکو یا پرې سټیکرونه ولګوو.»

په هرات کې د یوې خپرندویې ټولنې او کتاب پلورنځي لخوا په جوړ شوي کتاب نندارتون کې، ولیدل شول چې د نندارې لپاره موجود پر ډېرو کتابونو چې عکسونو لري سټیکرونه لګول شوي دي.

ځینې ​​کتاب پلورونکي وايي چې انځورونه او ګرافیکونه د لیدونکي او پیرودونکي د پام را اړولو لپاره مهم رول لوبوي، او د دوی پرته، د کتاب بازار تیاره دی.

د دې نندارتون تنظیموونکی حامد رسولي وايي: «د ګرافیکونو او انځورونو بحث خورا مشهور دی او لیدونکي او د کتاب مینه وال راجلبوي.»

د هېواد یو شمېر وګړي د طالبانو پر دې پرېکړې نیوکه کوي او وايي چې د کتاب پر پوښ ​ انځور د کتاب لوستلو لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره ده او لوستونکی هڅوي چې لوستل وکړي.

د هرات اوسېدونکی فاروق محمودي وايي: «د کتابونو د پېر او پلور لپاره دوه مهم او حیاتي شیان دي چې لیدونکي او لوستونکى جذبوي. یو د کتاب نوم دی، چې منظم نوم لري. دوهم یې مخ یا عکس دی، چې خلک یې د مخ یا عکس څخه پېژني.»

د هرات یو بل اوسیدونکی، بصیر احمد بهادري وايي: «یو کتاب دوه انتخابونه لري چې لوستونکی جذبوي: یو د کتاب سرلیک دی او دوهم یې انځور دی.»

ځینې ​​کتاب پلورونکي وايي چې طالبانو د کتابونو پر عکسونو او ګرافیکونو د بندیز سربېره، د ارواپوهنې او سیاسي کتابونو پلور هم منع کړی دی.

پخوا، د ژوندیو موجوداتو پر انځورونو خپرولو بندیز، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر د قانون په ۱۷ ماده کې ذکر شوی، تر ډېره په کندهار، میدان وردګ، تخار، هلمند، بادغیس او ننګرهار ولایتونو کې چې د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده تر نفوذ لاندې دي پلي شوي دي؛ خو د طالبانو د کابینې او ولایتونو مطلق اکثریت په ټولنیزو رسنیو کې ژونديو موجوداتو عکسونه او انځورونه دواړه خپروي.