نړۍ

په سويډن کې د قرآن کریم سوځونکى په خپل کور کې ووژل شو

یوه عراقى فعال سلوان موميکا، چې مخکې یې په سویډن کې د قرآن کریم یوه نسخه سوځولې وه، د چهارشنبې په شپه په ټیک ټاک ټولنیزې شبکې کې د ژوندۍ خپرونې پرمهال په ډزو ووژل شو.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا، دا پېښه د سوډرتاليه ښار په یوه اپارتمان کې رامنځته شوې ده.

د سویډن پولیسو تایید کړې چې د ډزو د راپور ترلاسه کولو وروسته، بېړني خدمتونو کارکوونکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته ورسېدل او مومکا چې په سینه کې ویشتل شوى و روغتون ته ولېږداوه، خو د هغې د ژوند ژغورلو لپاره د ډاکټرانو هڅې ناکامې شوې.

د پېښې په اړه خپره شوې ویډیو ښيي چې وروسته له هغه چې پولیس د جرم ځای ته ورسېدل، هغه ټېلېفون یې بند کړ چې ژوندۍ خپرونه ترې خپرېدله.

په همدې حال کې، ډیلي میل ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د وژنې په تړاو پنځه کسان نېول شوي دي؛ خو لا تر اوسه روښانه نه ده چې ایا بریدګر هم په دوی کې شامل دى.

۳۸ کلن موميکا یوه عراقى عیسوي و چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په سویډن کې د اعتراضونو په ترسره کولو سره د قرآن کریم نسخې وسوځولې، چې په اسلامي هېوادونو کې یې پراخ لاريونونه راوپارول.

هغه د «قومي کرکې د پارولو» په تور د محاکمې په درشل کې و او ټاکل شوې وه چې د سټکهلم محکمه په راتلونکو ورځو کې د هغه د قضیې په اړه پرېکړه وکړي.

پر مومیکا ډزې وروسته له هغه وشوې چې هغې په مکرر ډول د مرګ ګواښونه ترلاسه کولو راپور ورکړى و.

د سویډن پولیسو د دې وژنې په اړه پراخې پلټنې پیل کړې دي، او امنیتي چارواکي د دې احتمال په اړه چې آيا دا پېښه د هغه په ​​وړاندې د پخوانیو ګواښونو سره تړاو لري، څېړنې کوي.