نړۍ

احمد شرع د سوریې د موقت حکومت مشر شو

د سوریې د تحریر شام ډلې مشر حمد الشراع چې په ابو محمد جولاني مشهور دی،

احمد شرع، چې د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کیږي، د القاعدې شبکې د پخوانۍ څانګې د هٸيت تحریر الشام مشر، د چهارشنبې په ورځ، د سلواغه په ۱۰مه، د سوریې د انتقالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو.

رویټرز راپور ورکړی چې دا پرېکړه د هغو پوځي قوماندانانو په غونډه کې وشوه چې اوس مهال پر سوریه واکمن دي.

د دغه پرېکړې پر بنسټ، احمد الشرع د انتقالي دورې لپاره د لنډمهاله قانون جوړنې شورا د جوړولو واک هم لري، او د هېواد اساسي قانون د سوریې د اوسني پوځي قوماندې د اعلامیې پربنسټ، چې د بشار الاسد پر رژيم يې د بريدونو رهبري پرغاړه درلوده، وځنډول شو.

ښاغلي الشرع په دغه غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې په سوریه کې لومړی لومړیتوب دا دی چې په حکومت کې تشه «په قانوني او مشروع ډول» ډکه شي.

هغه همداراز ویلي دي چې مدني سوله باید د انتقالي عدالت او د غچ اخیستنې د مخنیوي له لارې وساتل شي. دولتي ادارې، چې د پوځ او امنیتي ځواکونو په تر واک لاندې دي، باید بیارغاول شي او  اقتصادي زېربناوې پراختیا ومومي.

د سوریې د موقت حکومت ولسمشر ژمنه کړې، د سیاسي لېږد چې پکې یوه ملي سرمشریزه، یو ټول ګډونه حکومت او وروستۍ ټاکنې شاملې دي، پیل به وکړي. د هغه په وینا د دغه کار د ترسره کېدو او پایلې ته رسېدو لپاره تر څلورو کلونو پورې وخت په بر کې نيسي.

په هغه خبرتيا کې، چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې ده، دې ته اشاره نه ده شوې چې د قانون جوړونې نوى ارګان به کله وټاکل شي یا د لېږد د مهال وېش په اړه نوي توضیحات نه دي ورکړل شوي.

فواز ګرېګز، چې د لندن د اقتصاد په ښوونځي کې د نړیوالو اړیکو پروفیسور دی، رویټرز ته وویل چې دې اعلان «د یو ځواکمن واکمن په توګه د هغه حیثیت رسمي کړ» هغه زیاتوي چې دى په دې باور دی چې تحریر الشام او د هغې مشر، احمد الشرع، غواړي چې یو اسلامي یو ګوندیز حکومت پیاوړی کړي.

د یادونې وړ ده چې د هٸيت تحریر الشام  د نصره جبهې څخه راپورته شوې ده، چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې يې د القاعدې شبکې سره تړاو درلود، تر هغه چې په ۲۰۱۶ کال کې یې له القاعدې شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړې.