د امریکا په واشنګټن ډي سي کې د ریګن ملي هوايي ډګر ته څېرمه یوه مسافر وړونکې الوتکه د چورلکې سره له ټکر وروسته د پوټوماک سیند ته ولوېده.
د سي اېن اېن د راپور پر بنسټ، د دې پېښې سره د بېړني حالت له اعلان وروسته، په هوایی ډګر کې ټولې الوتنې وځنډول شوې او د اور وژنې کښتۍ په ساحه کې حضور لري.
د فدرال د هوايي چلند ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل: «یوه مسافر وړونکې الوتکه چې د واشنګټن ډي سي بهر د ریګان ملي هوایی ډګر ته نږدې د پوټوماک سیند ته ولوېده، په هوا کې د سیکورسکي اېچ-٦٠ چورلکې سره چې د هوایی ډګر ځغاستليکې ته نږدې وه ټکر شوه.»
د دغه پېښې د تلفاتو او زیانونو جزئیات لا نه دي خپاره شوي.
د دغه راپور پر بنسټ، الوتکه د امریکن ایرلاینز الوتنه ۵۳۴۲ وه او د «پي اېس اى» ایرلاینز بومبارډیر سي آر جي٧٠٠ سیمه ایز جیټ وه.
دغه الوتکې د چهارشنبې په ورځ د ځايي وخت په سهار د کنزاس له ویچیتاى څخه ډي سي ته الوتنه کړې وه.