د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړى، چې ګوانټانامو خليج ته ٣٠زره غیرقانوني کډوال لېږدوي.
د رويټرز د راپور پر بنسټ، هغه چهارشنبه( سلواغه، ١٠مه) وویل، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت او د متحده ایالاتو کورني امنيت وزارت د نېول شويو غیرقانوني کډوالو لپاره د يوه مرکز د جوړولو امر کړى دى.
هغه په سپينه ماڼۍ کې وويل:«نن به زه يو اجرائيوي فرمان لاسليك کړم، څو د دفاع او کورني امنیت وزارتونو ته د امر وکړم ترڅو په ګوانتانامو خليج کې د ٣٠زرو کډوالو لپاره د تاسيسأتو جوړولو کار پيل کړي.»
د امريكا ولسمشر وايي، چې دغه تاسیسات به «تر ټولو بدو پرديو جنايتكارانو» د نېولو لپاره وکارول شي چې د متحده ایالاتو خلک ګواښي. ټرمپ وویل، «ټاکل شوې ده موږ به دوى ګوانټانامو ته واستوو، سمه ده.»
د راپور له مخې، د دې څرګندونو وروسته، ښاغلي ټرمپ سمدلاسه یو یاداښت لاسلیک کړ چې د کډوالو شمیر یې نه و یاد کړی؛ خو په پراخ شوي مرکز کې یې د «اضافي بندځاى د فضا» غوښتنه پکې شوې وه.
د یادونې وړ ده چې د ګوانټانامو خليج کې اوس مهال د امریکا د امنیت زندان موقعيت لري چې د بهرنیو مظنونو ترهګرو کسانو لپاره کارول کیږي او دغه راز د امریکا سمندري اډه هم په ياد خليج کې شتون لري.
په عین حال کې، د ټرمپ لخوا ټاکل شوي سرحدي قوماندان، ټام هومان، د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل چې حکومت به هلته موجود تاسیسات پراخ کړي او د کډوالۍ او ګمرکي تطبیق ادارې لخوا به اداره کړي.
ټام هومان خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې دا مرکز به د «له بدو څخه تر ټولو بدو کسانو» لپاره وکارول شي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې د دې تاسیساتو جوړولو لپاره څومره پیسو ته اړتیا ده، وویل چې د امریکا حکومت په کانګرېس کې د جوړجاړي او تخصیصونو سره په دې کار کوي.
د ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا متحده ایالاتو لخوا تاسیس شو. د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش دا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د نېول شویو مظنونينو بهرنیو وسله والو د ساتلو لپاره کارولی و. اوس مهال په دې زندان کې ۱۵ بندیان پاتې دي.
په متحده ایالاتو کې د ټرمپ څخه مخکې دوو ولسمشرانو، بارک اوباما او جو بایډن، د ګوانټانامو زندان د تړلو هڅه وکړه او یوازې وتوانېدل چې د بندیانو نفوس کم کړي؛ خو ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې ياد زندان به پرانیستی وساتي.