نړۍ

امریکا مهمې بشري مرستې له ځنډ څخه مستثنا کړې

رويټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه‌شنبې په ورځ په یوه یادداشت کې مهمې بشري مرستې له درې میاشتني ځنډ څخه مستثنا کړې او له بندیز څخه یې وباسلې.

د مرستو ځنډ په افغانستان کې ګڼې بشري پروژې هم زیانمنې کړې دي.

دا استثنا وروسته له هغه اعلان شوه، چې ډونلد ټرمپ تېره اونۍ پرېکړه وکړه، چې بهرني مرستې په موقت ډول ځنډوي، ترڅو د هغه اداره وڅېړي، چې دا مرستې د «لومړی امریکا» بهرني سیاست سره سمون لري که نه.

دغه ځنډ، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل څو ساعتونه وروسته اعلان شو، د مرستندویه سازمانونو او نړیوالو بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.

روبیو تر دې وړاندې، د جمعې په ورځ د بېړنیو خوراکي مرستو استثنا اعلان کړې وه، خو نوې معافیت د ضروري درملو، روغتیايي خدماتو، خوراکي موادو، سرپناه او نورو ژوند ژغورونکو مرستو ته هم پراخ شوی. همداراز، د دې مرستو د تطبیق کې معقول اداري لګښتونه هم شامل دي.

په یادداشت کې ټینګار شوی:
«دا معافیت هغو فعالیتونو ته لکه د جنین د سقط خدمتونه، د کورنۍ پلان جوړونې ناستې، له جنسیت یا ټولنیز عدالت سره تړلې ایدئولوژیکي پروګرامونه، د جنسیت بدلون جراحي، او نور غیرحیاتي مرستې نه‌ دی ورکول شوی.»

د بهرنیو مرستو ځنډول، د امریکا میلیارډونه ډالرو نړیوالې مرستې له خطر سره مخ کړې دي. متحده ایالات، چې د نړۍ تر ټولو لوی انفرادي مرسته ورکوونکی هېواد ګڼل کېږي، په ۲۰۲۳ مالي کال کې شاوخوا ۷۲ میلیارده ډالر بهرني مرستې وړاندې کړې دي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دوشنبې په ورځ له امریکا وغوښتل، چې نور استثناوې هم په پام کې ونیسي، ترڅو “د اړینو بشري او پرمختیايي فعالیتونو دوام ډاډمن شي.”