د حماس له خوا د یهودې اسرائیلې ښځې اربل يهود او دوه نورو کسانو د خوشې کولو له هوکړې وروسته، د غزې په مرکز کې د تګ راتګ لارې پرانیستل شوې، او د دې سیمې یو شمېر اوسېدونکي د غزې شمال ته بېرته ستنېدل پیل کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، عیني شاهدانو ویلي چې د دوشنبې د سهار په لومړیو کې، لومړي اوسېدونکي له دې لارې د غزې ښار ته ننوتلي دي.
ټلوېزيوني انځورونه داسې صحنې ښيي چې ګڼ خلک د غزې پر لارو حرکت کوي.
له بلې خوا، د لارې د پرانستلو د خبرونو له خپرېدو سره د غزې زرګونه بېځایه شوي کورنۍ په خپلو پناهځایونو او کېږديو کې خوشحالۍ کوي.
غادا، چې د پنځو ماشومانو مور ده، وايي: « مه ويده کېږه. ما هر څه راټول کړي او د ورځې په لومړۍ رڼا کې د وتلو لپاره چمتو یم. لږ تر لږه موږ کور ته بېرته ځو. اوس ویلی شم چې جګړه پای ته رسېدلې او هیله لرم چې آرام پاتې شي.»
د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند د تړون پر بنسټ، د غزې د شمال اوسېدونکي باید د تېرې اونۍ په پای کې خپلو سیمو ته ستانه شوي وای؛ خو اسرائیلو ادعا وکړه چې حماس د یوې یهودۍ ملکي اسیرې په خوشې کولو سرغړونه کړې ده، او د دې هېواد پوځ د غزې لارې بندې وساتلې.
قطري منځګړو ویلي، د یکشنبې په وروستیو کې حماس موافقه کړې چې یهوده او دوه نور اسیران تر جمعې وړاندې خوشې کړي. په بدل کې به اسرائیل بېځایه شویو فلسطینیانو ته اجازه ورکړي چې د دوشنبې په سهار د غزې شمال ته ستانه شي.
په ورته وخت کې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې یهود، عسکر آگام برګر او یو بل يرغمل به د حماس له خوا خوشې شي.
هغه پر اېکس لیکلي: «اسرائیل به د دوشنبې له سهار څخه د غزې بېځایه شویو کورنیو ته اجازه ورکړي چې د فلسطين د محاصرې لاندې شمالي سیمې کې خپلو کورونو ته ستانه شي.»
له بلې خوا، د نتانیاهو دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: «لومړی وزیر یو ځل بیا ټینګار کوي چې اسرائیل به د تړون هېڅ ډول سرغړونه ونه زغمي. موږ به د خپلو ټولو يرغمل شويو، ژوندیو او مړو، د بېرته راوستلو لپاره هڅو ته دوام ورکوو.»
د یادونې وړ ده چې د قطر له خوا د دې اعلان له خپرېدو وروسته، حماس د دوشنبې په سهار ویلي چې د هغو اسرائیلي يرغمل شويو لیست اړوند اړین معلومات یې منځګړو ته سپارلي چې د اوربند د تړون په لومړي پړاو کې به خوشې شي.