Uncategorized @ps

پاکستانی چارواکی: طالبانو په اسلام آباد کې د نجونو د زده کړو په نړیوال کنفرانس کې ګډون نه دی کړی

فرانسې خبرې آژانس د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي، طالبانو په اسلامي نړۍ کې د نجونو د زده کړو په اړه په نړیوال کنفرانس کې چې د اسلام آباد په کوربه توب جوړشوى دى؛ ګډون نه دی کړی.

د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي ویلي، چې په دې غونډه کې هیڅ طالب ګډون نه دى کړى.

ښاغلي مقبول وویل، «موږ افغانستان (طالبانو) ته بلنه ورکړه، خو له هغوی څخه هیچا هم په دې کنفرانس کې ګډون نه دى کړى.»

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه د نن (شنبه) په اسلام آباد کې په اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه پیل شوه.

د دې دوه ورځنۍ غونډې موخه په یادو سیمو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې پرتو ننګونو ته رسېدنه ده.

د پاکستان د پوهنې وزارت تایید کړې چې طالبانو ته په خبرو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز لګولی دی.

ښځینه زده کړيالانې همداراز پوهنتون ته له تلو منع شوي دي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځې د زده کړې، کار او د حرکت د آزادۍ حق بې برخې شوې دي.

د بشري حقونو فعالانو د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو تګلارې د «جنسيتي تبعيض او جنسيت پر بنسټ ځورونې» په توګه بیان کړې دي.