ښځې

د خوړو نړیوال پروګرام په هېواد کې کلیوالو ښځو ته د لبنیاتو د تولید طریقې ور زده کوي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې کلیوالو ښځو ته د لبنیاتو د تولید طريقې ورزده کوي.

دغه بنسټ په اېکس کې لیکلي، چې د نویو میتودونو په زده کولو سره، د هیواد کلیوالي میرمنې زده کوي چې څنګه د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره کیفیت لرونکي پنیر، کوچ او مستې چمتو کړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، د دغو روزنیزو پروګرامونو موخه د افغان مېرمنو «معیشت پیاوړي کول» دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د خپل واک ټينګښت وروسته د کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ښځو د کار مخه نېولې ده. اوس یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنيو سرپرستي پرغاړه لري اړې دي چې د سخت او لږ عاید لرونکي دندې ترسره کړي؛ څو د کورنیو لږ تر لږه اړتیاوې پوره کړي.

په ورته وخت کې په هېواد کې د ستونزمن اقتصادي وضعیت له امله د پلازمېنې پر سړکونو د ښځینه لاسي پلورونکو شمېر هم مخ ډېرېدو دی.

دغه مېرمنې وايي، چې د طالبانو له محدوديتونو او بندیزونو سربېره له سهاره تر ماښامه کار کوي او خپلو ماشومانو ته د یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.