ښځې

په هرات کې د ښوونيزو مرکزونو تړل کېدل؛ نجونې د ناهيلۍ خبره کوي

د هرات نجونې وايي، چې طالبانو د نويو محدودیتونو په لګولو سره خپلو زده کړو ته د دوام ورکولو لپاره د دوی وروستۍ هیله په نښه کړه. دوی له آمو سره په مرکه کې ویلي چې د هرات په ښوونیزو مرکزونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو وروستي بندیز دوی ډېر ناهيلي کړي دي.

تېره ورځ د طالبانو تر واک لاندې د هرات د پوهنې ریاست د دغه ولایت ښوونیزو مرکزونو ته د یوه رسمي مکتوب په استولو سره په ښوونيزو مرکزونو کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. دا بندیز د هغو پالیسیو دوام دی چې پخوا یې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو زده کړه محدوده کړې وه.

مريم د طب پوهنځي د څلورم کال محصله وه، چې د هغې او نورو نجونو پرمخ پوهنتونونه وتړل شو، وايي: «ما کلونه هڅه وکړه چې ډاکټره شم. وروسته له هغه چې پوهنتونونه وتړل شول، ما د روغتيايي انسټيټيوټ او د انګلیسي ژبې د روزنې مرکز کې نومليکنه وکړه. خو په تېره یوه میاشت کې طالبانو دغو مرکزونو ته هم د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه. اوس، د دې نوې پرېکړې سره، آن شپږم ټولګي څخه پورته ښځینه زده کونکي نشي کولای ښوونيزو مرکزونو ته لاړې شي.»

هغه زیاتوي: «په افغانستان کې ښوونځي، پوهنتونونه او کورسونه زموږ پر مخ تړل شوي دي. هره لاره چې موږ د خپل پرمختګ لپاره ازمايو، دوى يې تړي. حکومت مونږ انزوا ته اړې کړې يو. موږ د خپلو خوبونو په لور د تګ پرته بل څه نه غوښتل او موږ د له دې پرته چې نجونې يو هېڅ ګناه نه لرو. موږ له طالبانو څخه غواړو چې موږ ته د خپلو اولادونو په شان د زده کړو حق راکړي.»

په هرات کې د طالبانو د پوهنې رٸیس رحمت الله جابر دغه بندیز د طالبانو د مشر هبة الله اخندزاده حکم وباله او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړې د منع په اړه یې د اجرایوي فرمان یوه برخه وبلله.

په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کړې له بندیز وروسته، ډېرو نجونو په ښوونيزو مرکزونو کې د بهرنیو ژبو زده کړې، د رسامۍ او خطاطۍ هنر ته مخه کړې وه. د ډېرو نجونو لپاره، دا مرکزونه د ناهيلۍ څخه د راګرځېدو لاره وه؛ خو د طالبانو نویو بندیزونو دغه لار هم ور وتړله.

فردینا، چې زده کوونکې ده، وايي: «کورسونو ته په تګ سره مو د ژوند هیله او نوې موخه ومونده. خو اوس يې کورسونه تړلي دي. دا د نجونو لپاره عادي خبره ده چې په دې حالت کې خپګان او اضطراب تجربه کړي. موږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې دغه بندیز لغوه کړي.»

تېر کال طالبانو په هرات کې د امربالمعروف او نهى عن المنکر رياست د نجونو ښوونيز مرکزونه تړلي وو. د دې پرېکړې لامل نجونو ته د نارینه ښوونکو له خوا درس ورکول ياد شوي و؛ خو دغه مرکزونه څه موده وروسته بېرته پرانستل شول.

خو دا ځل، بندیزونه خورا پراخ دي. طالبانو تر دې مخکې د روان کال د ليندۍ په ۱۲مه په روغتيايي ښوونیزو موسسو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. نجونې او ښځې لا هم د کانکور په ازموینې او طبي شورا کې له ګډونه محرومې دي.

وروستیو بندیزونو د راتلونکي لپاره د افغان نجونو هیلې کمرنګه کړې دي. هغه نجونې چې یوازې د زده کړې او پرمختګ د حق په لټه کې وې، اوس د تړلو دروازو تر شا ژوند تېروي او له ناڅرګند برخليک سره مخ دي.