د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره د خبرو اترو لپاره یوه کمېټه جوړه کړه، چې پکې د اوسني حکومت لوړپوړي غړي او د حکومت د متحدو ګوندونو استازي شامل دي.
د لومړي وزير د دفتر د خبرپاڼې له مخې د كمېټۍ غړو كې اسحاق ډار، رانا ثناء الله، سناتور عرفان صديقي، راجا پروېز اشرف، نويد قمر، خالد مقبول صديقي، عليم خان، چودري سالك حسين او سردار خالد مغسي شامل دي۔
د پاکستان د ملي مجلس مشر سردار ایاز صادق وړاندې ویلي وو چې دواړه خواوې دې د خبرو اترو ټیمونه جوړ کړي څو د حل لاره ومومي. هغه همداراز اعلان وکړ چې د هغه دفتر او استوګنځی د خبرو اترو د اسانتیا لپاره شپه و ورځ خلاص وي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ډسمبر په پنځمه خبرداری ورکړ چې که د سیاسي بندیانو د خوشې کولو او د مى د نهمې نېټې د پېښو د څېړلو لپاره د یوه قضايي کمېسیون د جوړېدو په اړه یې غوښتنې ٢٠٢٣کال او د همدې کال د نومبر په ٢٦ مه پورې ونه منل شي د مدني نافرمانۍ کمپاین به پیل شي.
د تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان اعلان کړی چې د پاکستان حکومت د پارلمان د مشر په وړاندیز د بحث لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده. هغه ټینګار وکړ: «خبرې اترې د حکومت او مخالفینو لپاره یوازینۍ لار ده.»
د جمعې په ورځ، د پاکستان د حکومت حقوقي سلاکار هم تایید کړه چې دا کمېټه د جوړېدو په حال کې ده او ژر به یې غړي معرفي شي.