Uncategorized @ps

د طالبانو له خوا په کابل ښار کې د جمهوريت د مارکېټ ویجاړېدل

د جمهوریت مارکېټ د ویجاړولو عکس

سرچينو آمو ته د يوې ويډيو په لېږلو سره ويلي دي، چې طالبانو له يکشنبې ورځې (د ليندۍ له ٢۵مه) راهيسې د کابل ښار د جمهوريت مارکېټ د دوکانونو ويجاړول پيل کړي دي.

د دغه مارکېټ هټيوال وايي، طالبانو له مخکني خبرتیا پرته د دوی دوکانونو ویجاړوي.

د طالبانو د سرچینو په وینا، دوی په جمهوريت مارکېټ کې د ١٧١ دوکانونو څخه ١٢٠ دوکانونه ویجاړ کړي دي.

طالبانو د دې عمل په اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې جمهوريت مارکېټ د کابل ښار يو له لرغونو مارکېټونو څخه دى، چې له څه کم پنځه لسيزو راهيسې شتون لري او ١٧١ هټۍ لري.

د طالبانو له لوري د دغه مارکېټ د هټيو ويجاړول د هټيوالو کورنۍ له ناورين سره مخ کړې دي.