طالبان وايي، د زیاتې واورې اورښت له امله د کابل – غور لویه لار د بندبک په سیمه کې د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی هڅه کوي دغه لار د ترافیکو پرمخ خلاصه کړي.
په ورته وخت کې هغه وايي، چې په سالنګونو کې واوره اورېدل پيل شوي او تر دې دمه په جنوبي سالنګ کې د واورې کچه اووه سانتي مترو ته رسېدلې ده.
په دې خبرپاڼه کې په سالنګه کې د اورښت کچه ۳ کیلومتره، د باد سرعت په یوه ثانیه کې ۲ متره او د هوا تودوخه له منفي ۱،۵ څخه تر منفي ۷ درجو پورې اټکل شوې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم واوره ورېږي. خو سړکونه لا هم د ترافیکو پر مخ خلاص دي.
طالبانو له هېوادوالو او موټرو چلوونکو غوښتي، چې په ژمنيو وسايلو سمبال د لويو لارو د تېرېدو پر مهال له پوره احتياط څخه کار واخلي، ترافيکي قوانين مراعات کړي او د لويو لارو د مسوولينو لارښوونو ته پام وکړي.