افغانستان

اوکراین او روسیه یو پر بل پر اتومي بټۍ د برید تور پورې کوي

مسکو او کییف د دوشنبې په ورځ د اوکراین په جنوب ختیځ کې د زاپاروژیا اتومي بټۍ ته نږدې د شویو بریدونو له امله یو بل تورونه پورې کړل.  

دا اتومۍ بټۍ په آروپا کې د انرژۍ د تولید ترټولو ستر مرکز دی.

دا بټۍ د اوکراین څلورمه برخه برښنا تولیدوي او له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د روسي ځواکونو په کنټرول کې و او په وروستیو ورځو کې د پوځي بریدونو هدف ګرځېدلی و.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا اوکراین پر دغې اتومي بټۍ په برید تورن کړ او هغه یې د “هستوي تروریزم” یوه نوې بڼه وبلله.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف هم د دوشنبې په ورځ وویل چې پر دغې اتومي بټۍ بریدونه خطرناک دي او کولی شي د ټولې آروپا لپاره له ناورین ډک عواقب ولري.

دغو څرګندونو ته په غبرګون کې د اوکراین د هستوي انرژۍ دولتي ادارې په یوې اعلامیې کې روسي ځواکونو تورن کړل چې د زاپاروژیا پر بټۍ بریدونه د هغوی کار دی چې په لړ کې د بټۍ یو کارکوونکی هم وژل شوی.

د اوکرایني چارواکو  په وینا، روسي ځواکونو په قصدي ډول هلته چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دوشنبې په ورځ په توکیو کې خبري کنفرانس ته د خبرو پرمهال پر اتومي بټۍ هرډول برید «ځانمرګي برید» سره تشبېه کړ او هیله یې وښوده چې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان د تمریناتو ترسره کولو لپاره دغو تاسیساتو ته لاسرسی ومومي.