ورزش

د هېواد د سامبو ملي لوبډله نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه روانه شوه

د هېواد ملي سامبو غیږ نیوونکي د دغه میدان په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړل.

د افغانستان د سامبو کورش فدراسیون چارواکي وايي، چې د «غیږ نیونې» تر سرلیک لاندې د دغه څانګې د نړیوالو سیالیو دویم پړاو سبا (پنجشنبه د ليندۍ ۲۲مه) د تاجکستان په کوربه توب پیلېږي.

د افغانستان په استازیتوب په دې سیالیو کې ۹ لوبغاړو او ۲ داورانو ګډون کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې په دې سياليو کې د نړۍ له ۱۶ هېوادونو څخه ورزشکاران د وزنونو په پنځو ردو کې برخه اخلي.